1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو سره ممکنه تړون - ترمپ سلا مشورې وکړې

۱۳۹۸ مرداد ۲۶, شنبه

د امريکا متحده ايالات وايي چي د طالبانو سره د سولې د تړون پر استقامت يې چمتووالی نيول چټک کړی دی.

https://p.dw.com/p/3O3Cc
USA l US-Präsident Donald Trump - Oval Office - wütend
انځور: Getty Images/AFP/N. Kamm

په واشنګټن کي سپيني ماڼۍ د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د اګست ۱۶مه) وويل چي ولسمشر دونلد ترمپ د خپلو لوړپوړو حکومتي چارواکو سره ليدلي دي. زياته سوې چي دغه ليدنه کتنه د نيو جرسي ايالت په هغه سيمه کي تر سره سوې چيري چي دمګړی دونلد ترمپ رخصتۍ ته تللی دی.

سپيني ماڼۍ ويلي چي ترمپ په دغو خبرو اترو کي په دې هکله معلومات ترلاسه کړل چي د افغانستان د وسله والې ډلې طالبانو سره د ممکنه سولې د تړون په تړاو څه ډول پرمختګونه سوي دي. په دې تړاو ترمپ د خپلو دغو لوړپوړو حکومتي چارواکو سره سلامشورې کړي دي.

سپينۍ ماڼۍ ويلي چي د طالبانو سره خبري اتري د »د پرمختګ په حال کي« دي او دا چي د ترمپ او د لوړپوړو چارواکو ملاقات يې »ډېر ښه« ؤ.

د فرانس پريس خبري آژانس د خبر له مخي د ترمپ سره په ياد ملاقات کي د متحده ايالاتو د دفاعي چارو وزير مارک اېسپر، د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو، د ترمپ د امنيتي چارو سلاکار جان بولتن او و افغانستان د افغانستان ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم ونډه اخيستې وه.

ترمپ د دغه ملاقات وروسته په خپل تويتر پيغام کي دغه ليدنه کتنه »ډېره ښه« ارزولې ده. ترمپ په خپل پيغام کي زياته کړې چي هم د امريکا متحده ايالات او هم د خبرو اترو افغان اړخ غواړي »د امکان تر حده« يو جوړجاړي ته سره ورسيږي.

د امريکا متحده ايالاتو نژدې ۱۸ کاله تر مخه افغانستان ته خپل عسکر لېږلي ول او له يو کال راهيسي يې د طالبانو سره خبري اتري پېل کړي دي.

د امريکا متحده ايالات له طالبانو څخه تضمينونه غواړې، له دې مخکي چي امريکايي عسکر له افغانستان څه ووځي. په دغو تضمينونو کي د امنيت تضمين، اوربند او د افغان حکومت سره خبري اتري شاملي دي. امريکا وايي چي د افغانانو تر منځ خبري اتري د افغانستان د جګړې د ختمولو له پاره اړيني دي.

واشنګټن غواړي چي د سپتمبر مياشتي تر لومړۍ نېټې پوري د طالبانو سره د سولي يو تړون ته ورسيږي. دا په داسي حال کي چي د همدغې مياشتي په پای کي په افغانستان کي د ولسمشرۍ ټاکنې پلان سوي دي. ترمپ په ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ له پاره د کانديد په توګه په خپل کامپاين کي ويلي ول چي که ولسمشر سي نو به امريکايي عسکر له افغانستان څخه وباسي. دمګړی نژدې ۱۴۰۰۰ امريکايي عسکر په افغانستان کي مستقر دي.

ف.پ./ا.و.ا./ن.ز.