1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو لخوا د دغسي تورونو تمه کېدای سي.

۱۳۸۶ آبان ۸, سه‌شنبه

د کاناډا حکومت د يوې ورځپاڼي هغه خبر رد کړی چي له مخي يي ويل سوي وه چي هغه شکمن طالبان چي د کاناډايي عسکرو لخوا نيول سوي وه او وروسته د افغاناني عسکرولخوا شکنجه سوي وه.

https://p.dw.com/p/DK87
دا خبره ددفاع وزير پيترفون ليون تيره ورځ د پارلمان په مخکي کړې ده. نوموړي ويلي دي چي د طالبانو لخوا د دغسي تورونو تمه کېدای سي، دا د دوی عادت دی، چي دا ډول تورونه ولگوي.
لا پريس نومي فرانسوۍ ژبي کاناډايي ورځپاڼي د کندهار ښار د سرپوزې له زندان څخه د درو تنو بنديانو شکايتونه خپاره کړي دي.
دوي ويلي دي، چي د کاناډايي عسکرو لخوا تر نيول کېدو وروسته افغاني استخباراتي پوليسو ته ور وسپارل سول، چي دې پوليسو دوی د خپلي ژمني برخلاف تر سخت فشارلاندي نيولي دي.
په روان وخت کي په افغانستان کي شاوخوا 2500 کاناډايي عسکر خدمت کوي.