1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو لخوا کندوز ته ګمارل سوی والي وژل سوی دی

۱۳۸۹ اردیبهشت ۷, سه‌شنبه

د المان خبري آژانسdpa د کندوز د والي له خولې لکي چي تيره ورځ په کندوز کي د طالبانو د راتلونکي احتمالي حکومت ګمارل سوی والي ملا يارمحمد وژل سوی او اته تنه طالبان حکومت ته تسليم سوي دي...

https://p.dw.com/p/N7Oc
په کندوز کي نيول سوي طالب جنګيالي
په کندوز کي نيول سوي طالب جنګياليانځور: DW

په کندوزکي نړيوال سوله ساتي ځواکISAF هم ويلي دي، چي د يو ځانګړي هوايي بريد په ترڅ کي د طالبانو يو لوړ پوړی قوماندان او له ده سره دوه کسه دده سلاکاران، چي په يوه موټر کي سپاره ول، وژل سوي.

ددغه لوړ پولي قوماندان د هويت په اړه ISAF څه ندي ويلي. خو د کندوز د والي محمد عمر د وينا له مخه، د قوماندان ملا يارمحمد تر څنګ، څلور کسه نور مقاومت کونکي هم د د کندوز په شمال 30 کيلومترۍ کي د آرچي په سيمه کي د يو هوايي بريد په اثر وژل سوي.

د کندوز د والي په خبره ملا يارمحمد اصلاً د هلمند دی خو په همدې نژدې وختونو کي هغه د طالبانو د جرګې له خوا د کندوز د والي په نامه ګمارل سوی و.

په خبر کي ويل سوي دي، په کندوز کي د طالبانو وژل سوی قوماندان د کندوز ولايت په ډيروعملياتو کي ونډه درلوده. د هغه دنده داوه، چي په کندوز کي د طالبانو د عملياتو موخي ، تاکتيک او ستراتيژي وټاکي سلاوي وويشي او د هغه عملياتو قومانده په غاړه واخلي، چي په کندوز کي د ISAF او افغان امنيتي ځواکونوپر ضد کيږي.

طالبانو د خپلو عملياتو د پرمخ بيولو دپاره ځانګړي تشکيلات لري، او په دغه تشکيلاتو کي دوی د افغانستان د34 ولايتونو دپاره دپردې تر شا واليان ګمارلي، چي ددوی په اصطلا ګمارل سوي واليان په تيره بيا د افغانستان په ځينو جنوبي سيمو کي ډير فعال دي.

همداشان طالبان د افغانستان په ډيرو سيمو کي ځانګړي محاکم او قضات لري، چي په دغه محاکموکي کټ مټ اسلامي شريعت چليږي.

په کندوز کي د طالبانو پخوانی ګمارل سوی والي ملا عبدالسلام او په بغلان کي ملا مير محمد و، چي د واړه د همدې روان ميلادي کال د فبرورۍ په مياشت کي د پاکستان د امنيتي ځواکونو له خوا نيول سوي.

د طالبانو دغه دوه تنه قوماندانان په پاکستان کي وروسته تر هغه ونيول سول، چي د پاکستان استخباراتو ملا عبدالغني برادر د هغه هيواد د کراچي په ښار کي و نيوی.

dpa/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل