1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو مخکښ قومندان ملا منان ووژل سو.

۱۳۸۶ آبان ۱۱, جمعه

افغاني عسکرو د پاکستان سره د گډو پولو په اوږدو کي د طالبانو يو مخکښ قوندان وژلی دی.

https://p.dw.com/p/DK86
د امريکې په مشرۍ د اتلافي ځواکونو يوه وياند ويلي دي، چي د مولوي عبدالمنان وژل کيدل پر پاڅون کونکو باندي يو ستربری دی.
ده زياته کړې چي ملا منان نه يوازي د وسلوالو طالبانو د يوې لوي ډلي قومنداني کول، بلکي دی د افغانستان او پاکستان په گډو پولو کي د وسلو د قاچاق او جنگياليو د اوښتو را اوښتو مسول و.
ملا منان د يکشنبې په ورځ د خپلو يو شمېر پلويانو سره يو ځای په هغه کمين کي وختی چي افغاني عسکرو د پاکستان پولي ته نژدي نيولی و.
د سيمي د اوسيدونکو په وينا ملا منان د 2001 ميلادي کال د نومبر په مياشت کي د طالبانو د رژيم د ړنگېدو په مهال له افغانستان څخه د بلوچستان ايالت د چمن و ښارگوټي ته چيري چي نوموړی اوسيدی په زرهاو ميله سپکي او د رنې وسلي او په سل هاو موټره واړول. چي د سيمي د يوشمېر اوسېد ونکو په وينا د شپي له اتو بجو څخه بيا تر سهاره پوري د پاکستان پر عمومي سړک باندي په وسلو بار لارۍ را اوښتې، او ټوله د چمن ښارگوټي په مرداره باغچه او نورو سيمو کي زيرمه کيدې.