1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان چارواکی: د طالبانو مشر په وسله واله نښته کې ټپي شوی

دویچه ویله/ فرانس پرس۱۳۹۴ آذر ۱۱, چهارشنبه

د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال ویاند سلطان فیضي ویلي دي چې د افغان طالبانو مشر ملا اختر منصور په کوټه کې د قوماندانانو د یوې غونډې پر مهال د لفظي شخړې په ترڅ کې په وسله واله نښته کې ټپي شوی دی

https://p.dw.com/p/1HG1E
د طالبانو مشر ملا اختر منصور
د طالبانو مشر ملا اختر منصورانځور: Reuters

د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال ویاند، سلطان فیضي وویل چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور په یوې خپلمنځي وسلواله نښته کې «سخت ټپي» شوی دی. فیضی دویچه ویله ته په مرکه کې وویل چې د افغانستان د حکومت د معلوماتو له مخې نوموړی له ټپي کیدو وروسته روغتون ته لیږدول شوی دی.

فیضي وویل چې دغه نښته د پاکستان په کوټه کې شوی ده: «ملا اختر په کوټه کې د کج لاخ په سیمه کې د ملا عبدالله سرحدي په نامه د طالبانو یو پخواني قوماندان کور ته ورغلی ؤ او د هغه میلمه ؤ. وروسته بیا د هغوي ترمنځ لفظي شخړې شوې او یو بل باندې یې په وسلو ډزی وکړی.» فیضی وویل چې پر ملا عبدالله سرحدي سربیره په دې نښته کې د طالبانو پنځه نور کسانو هم وژل شوي دي.

دغه راز د فرانس پرس خبري آژانس د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال د ویاند سلطان فیضي، له قوله لیکلي دي: «منصور سخت ټپي شوی دی. هغه روغتون ته وړل شوی دی او موږ متیقن نه یو چې هغه به د خپلو ټپونو له کبله ژوندې پاتې شوی وي که نه.»

د نوموړي خبري آژانس په حواله د یاغیانو یوې سرچیني دوی ته د ملا اختر منصور د ټپي کیدو موضوع تائید کړې ده خو د طالبانو ویاند دغسې کومه وسله واله نښته رد کړې ده.

د فیضي د معلوماتو له مخې ملا عبدالله سرحدي له دې مخکې په گوانتانامو کې بندی ؤ او وروسته خوشی شوی ؤ. د فرانسی پرس خبري آژانس د یو رپوټ له مخې د افغانستان استخبارتي منابعو هم د فیضی خبرې تصدیق کړي دي.

د منصور د ډلې یوې سرچینې د فرانس پرس خبري آژانس ته په یو تماس کې وویل چې د چهار شنبې د ورځې په نښټه کې څلور کسان وژل شوي دي او یو شمیر نور ټپیان شوي دي. دغې سرچینی چې هویت یی بربند شوی نه دی وویل:« په ټپی شوو کسانو کې ملا منصور هم شامل دی. خو د هغه د ټپی کیدو کچه معلومه نه ده.»

د منصور د ډلې د دغه شخص خبرې د طالبانو د یوې بلې سرچینی له خوا هم تصدیق شوی دی.

ملا اختر محمد منصور د جولای په ۳۱ ، وروسته له هغې د طالبانو د مشر په توگه اعلان شوو کله چې د نوموړې زورپالونکې ډلې مؤسس، ملا محمد عمر د مړینی خبر خپور شو.

له دغه اعلان څخه وروسته د طالبانو په لیکو کې اختلافات ژور شول. ځینی طالب قوماندانو د ملا منصور مشرې رده کړه او وویل چې د نوموړی ټاکنه په بیړه شوی او حتی درغلي په کې شوی ده.