1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو يوه مهم غړي د جنگ د پای غوښتنه کړې

۱۳۹۱ مرداد ۲۶, پنجشنبه

د طالبانو یوه مهم غړي په افغانستان کې لس کلن جنگ ته د پای ټکي د ایښوولو غوښتنه کړې ده. هغه د افغانستان د سولي بهیر د گړندي کولو له پاره د زندانیانو د ازادیدو او پر قومي مشرانو د بندیزونو د لیري کولو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/15qWm
انځور: AP

ملا اغا جان متعصم چې تر ۲۰۰۹ کال پوري ئې د طالبانو د سیاسي کمیټې مشري پر غاړه وه او د طالبانو د واکمنې پر مهال د دې رژیم د مالیې وزیر وو د فرانسې خبري اژانس ته یوه بیانیه استولې ده، چې پکښې راغلي دي چې ټول اړخونه باید له جنگ څخه لاس واخلي:

«ټول اړخونه باید جنگ بس کړي او خپلي ستونزي د خبرو اترو له لاري حل کړي.»

متعصم له یو شمیر کسانو څخه د بندیزونو لیري کول ستایلي دي او ویلي ئې دي چې له دې لاري طالبان د سولي بهیر ته هڅول کیږي.

هغه دغه راز له ملگرو ملتونو او متحده ایالاتو څخه غوښتي دي، چې له خپلو تورو لیستونو څخه د نورو طالبانو نومونه هم پاک کړي. هغه په عاجل ډول د گوانتانامو له زندان څخه د طالب مشرانو د ازادیدو غوښتنه هم کړې ده:

«موږ په دې باور یو چې د نړیوالي ټولني دغه ډول اقدامات به په افغانستان کي د سولي او ثبات په راتلو کي مرسته وکړی. دغه اقدامات به د طالبانو مشران د سولي بهیر ته وهڅوي.»

ملگرو ملتونو د روان کال د جولای د میاشتي پر ۱۹مه نیټه د متعصم نوم له خپل تور لیست څخه پاک کړ. په هغه وخت کي ملگرو ملتونو ویلي ول، چې متعصم د طالبانو له پاره پیسې را ټولوي، بهرنیو هیوادونو ته سفر کوي او د طالبانو له مشر ملا عمر سره اړیکي لري.

متعصم او ملا عبدالغني برادر، د طالبانو د ډلي منځلاري غړي بلل کيږي. خو د طالبانو ډله له فکري لحاظه پر څو ښاخو باندي ویشل شوې ده. دوی دواړه په ۲۰۱۰ کال کې د پاکستان له خوا ونیول شول. ملا متعصم تر نیول کیدو لږ وروسته بیرته ازاد شو، خو ملا عبدالغني برادر لا اوس هم د پاکستان په بند کي دئ.

د روان کال په لومړیو میاشتو کي متعصم پر طالبانو باندي تور ولگاوه چې دی ئې له دې ډلي څخه ایستلي دئ او د هغه د وژلو طرح ئې جوړه کړې ده. هغه ویلي ول، چې تندروه طالبان د هغه د سولي د طرحي مخالف دي.

طالبانو هم په دې وروستیو وختونو کې یوه بیانیه خپره کړه، چې پکښې راغلي ول، چې متعصم نور د طالبانو په منځ کې د مشرۍ موقف نه لري. د طالبانو په بیانیه کې راغلي ول چې د متعصم نظرونه د طالبانو دريځ نه ښيي. دا په داسې حال کې ده چې متعصم وایي چې هغه لا تر اوسه پوري هم د طالبانو غړی دئ. هغه وایي چې یوازي د ملا عمر مستقیم امر دی له دې ډلې څخه ایستلای شي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل