1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو يو لوړ پوړی پلاوی اسلام آباد ته سفر کوي

۱۳۹۸ مهر ۱۰, چهارشنبه

طالبانو ويلي چې يو لوړ پوړی پلاوی به یې د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر ۲ نیټه) پاکستان ته سفر وکړي. له امريکا سره د خبرو اترو تر دريدو وروسته دا د سيمې هېوادونو ته د طالبانو څلورم سفر دی.

https://p.dw.com/p/3QbwE
Russland l Politischen Führer der Taliban treffen zu Gesprächen in Moskau ein
انځور: picture alliance/AP Photo/A. Zemlianichenko

د طالبانو د قطر د دفتر وياند سهيل شاهين د تويتر له لارې ويلي چې د ملا عبدالغني برادر په مشرتوب به د طالبانو يو پلاوی په پلازمينه اسلام آباد کې له پاکستاني چارواکو سره پر «مهمو موضوعاتو» خبرې وکړي.

سهيل شاهين د تويتر له لارې زياته کړې: «دا له روسیې، چين او ايران وروسته څلورم رسمي سفر دی چې د سيمې هېوادونو ته ترسره کيږي.»

پاکستان د افغانستان د کورنۍ جگړې په جريان کې يعني د ۱۹۹۰ يمې لسيزې په اوايلو کې د دې ډلې د بنسټ ايښوولو راهیسې د طالبانو ملاتړ کړی دی.

امريکا متحده ايالات او افغان حکومت له کالونو راهيسې پر پاکستان تور لگوي چې په افغانستان کې د هند د نفوذ د مخنيوي په موخه له وسله والو سره دوامداره مرسته کوي. خو پاکستان تل دا تورونه ردوي.

يوه طالب چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط وويل چې طالب پلاوی به د پاکستان مشرتابه ته د هغو عوامل په اړه معلومات ورکړي چې له امريکا سره یې د هغه تړون د مخنيوي باعث شول چې له مخې به د طالبانو له خوا د امنيتي تضمين په بدل کې بهرني عسکر له افغانستان څخه وتلې وای.

د طالبانو دغه چارواکي ويلي چې طالبان په پام کې لري د پاکستان د لومړي وزير عمران خان هغه خبره تعقيب کړي چې ويلي ول له ترمپ سره به په ملاقات کې پر نوموړي له طالبانو سره د مذاکراتو د بيرته پېلولو له پاره ټينگار وکړي. عمران خان دا څرگندونې په نيويارک کې له ولسمشر ترمپ سره تر خبرو اترو د مخه کړې وې.

خو اوس لا دا روښانه نه ده چې ايا طالب پلاوی به له عمران خان سره وگوري او که نه. د طالبانو استازو په دې وروستيو کې روسیې، چين او ايران ته هم سفرونه کړي ول.

امريکا متحده ايالاتو او طالبانو تيره مياشت ويلي وو چې د يوه تړون رامنځته کيدو ته نزدې شوي دي. دا په داسې حال کې وه چې د امريکا د امنيتي چارواکو او افغان حکومت له خوا داسې انديښنې ښوول شوې وې چې د امريکايي عسکر وتل به افغانستان لا پسې جنجالي حالت ته يوسي او د اسلامپالو ډلو بيا قدرت ته د رسېدو لاره به هواره کړي.

د »ډان« په نوم پاکستانۍ انګلیسي ورځپاڼې پرته د کومې منبع د یادولو خبر ورکړی دی چې زلمي خلیلزاد هم د سه شنبې په ورځ پاکستان ته سفر کړی دی. خو تر اوسه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او په اسلام آباد کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت لا دغه خبر تائید کړی نه دی.

ولسمشر دونالد ترمپ له طالبانو سره دغه خبرې اترې تيره میاشت تر هغه وروسته ودرولې چې په کابل کې د طالبانو يوه موټر بم بريد يو امريکايي عسکر او نور ۱۱ انسانان ووژل.