1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو پر ضد د افغان او پاکستاني ځواکونو احتمالي «گډعملیات»

آژانسونه/ عبدالباري حکيم۱۳۹۳ دی ۲, سه‌شنبه

افغان چارواکي په داسي حال کې په کونړ کې د۱۵۰ طالب یاغیانو د وژلو خبر ورکړی دی، چې د افغانستان لوی درستیز، په افغانستان کې د امریکا او ناتو عمومي قوماندان په اسلام اباد کې د پاکستان له پوځي مشر سره ولیدل.

https://p.dw.com/p/1E9K5
انځور: DW/A.G. Kakar

له کونړ څخه د طالب یاغیان او د افغان امینتي ځواکونو تر منځ د خونړیو جنگونو په ترځ کې د اسوشیتد پرس خبري آژانس رپوت ورکړی دی چې په پيښور کې د پاکستان د پوځ پر یو ښونځی باندي تر برید وروسته کابل او اسلام اباد اوس غواړي چې په سیمه کې د طالب یاغیانو پر ضد په گډه عملیات وکړي. د پيښور په ښونځی کې تر ۱۴۵ زيات انسانان ووژل شول، چې ډير يې زده کونکي ول.

د پاکستان د پوځ له خوا په یوه خپرې شوې اعلامېې کې راغلي دي چي د افغانستان لوی درستیز شیرمحمد کریمي، په افغانستان کې د امریکايي او ناتو ځواکونو قوماندان جنرال جان کیمپبل، په اسلام آباد کې د پاکستان د پوځ له مشر راحیل شریف سره ولیدل.

په اعلامیه کې گډ سرحد ته نژدې سیمو کې د پاکستاني طالبانو پر ضد د افغان د ځواکونو وروستو حملو ته اشاره شوی ده. په اعلاميه کي زياته شوې ده: «جنرال راحیل شریف ژمنه کړې ده چې د افغانستان له لوی درسیز او د ایساف له قوماندان سره په ټولو ساحو کې همکاري وکړ، چې په دې کې گډه عملیات هم شامل دي.» خو د احتمالي گډو عملیاتو په هکله په اعلامیه کې نور زیات توضیحات نه دی ورکړل شوي.

چارواکي: په ۱۲ ورځو جگړو کې ۱۵۱ یاغیان وژل شوي

د اسوشیتد پرس خبري آژانس په رپوت کې د افغان چارواکو په حواله راغلي دي، چې په سرحدي سیمو کې تر اوسه پوري د افغاني او پاکستاني پوځونو گډ عملیات نه دي شوي. خو هغو چارواکو وویل چې د طالبانو پر ضد د گډو همکاریو خبره یاده شوې ده.

په عین وخت کې د افغانستان په سرحدي ولایت کونړ کې د یاغایانو او امینتی ځواکونو تر منح له ۱۲ ورځو راهيسي نښتی رواني دي. د کونړ امنيې قومندان سید حبیب سید خیلي په دغه ولایت کې د طالب یاغیانو ضد جگړه کې د حکومتي ځواکونو د پرمختگ او د یو شمیر کلیو او بانډو د بیرته نیولو خبره وکړه.

سید خیلي ويلي دي چې په دې موده کې لږ تر لږه ۱۵۰ یاغیان وژل شوي او په سونو نور ټپیان دي. دغه جگړه د کونړ ولایت په دانگام ولسوالي کې چې د پاکستان له یوې سرحدي چاوڼۍ څخه یوازي څلور کیلو متره لیري ده پرته ده پيښ شوي دي.

سید خیلی وویل چې دا یوه غرنۍ او صعب العبور سیمه ده چې یاغیان د پولې دواړو خواوو ته تگ او راتگ کوي او له دغه ځایه څخه اکمال کیږي. هغه وویل چې په وژل شوو کسانو کې بهرنیان هم شامل دي، خو له دی څخه يې ډډه وکړه چې د «بهرنیانو» د هویت په هکله څه ووايي. معمولاً د افغان چارواکي دغسي اشاره پاکستاني طالبانو ته وي.

د کنړ امنیی قوماندان له دویچه ویلي سره په یوه تیلفوني تماس کي وویل، چې یوازي په تیریو دوه درو ورځو کې د یاغیانو«۴۰ تنه وژل شوي او ۶۳ تنه» ټپیان شوي دي. خو د جگړی له پیل څخه چې اوس ۱۲ ورځې تيريږي دغه شمیر نوره هم لوړه شوی دی.

د اسوشیتدپرس د خبری آژانس د رپوټ له مخې طالبانو د خپلو جنگیالوی د مرگ ژوبلو دغه شمیره رده کړې ده.

سید خیلي وویل چې په دې تیرو دوو اوینو کې څلور افغان عسکر وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

«د جت جنگي الوتکو نامعلومه هوايي ببماري»

د نورو رپوټونو له مخي، په دغه جگړه کې له افغان ځواکونو سره د هوايي ببماریو مرسته هم شوې ده. سید خیلي یوازي همدومره وویل چې د «افغانستان د ملي پوځ څرخي الوتکو» په هوايي ببماریو کې مرسته کړې ده. هغه د ناټو په مشرتوب د نړیوالو ځواکونو ایساف چې جنگي ماموریت ېې د رواني مياشتي پر۳۱ نېټه پای ته رسیږي، کومه یادونه ونه کړه.

سید خیلي د کونړ د جگړې د روان وضعیت په هکله وویل: «له پرون راهیسي وضعیت تقریباً ښه دی. ځیني صعب العبور ځایونه او ځیني کلي لکه ایوب بانډه، زمان بانډه او وهاب بانډه او د دغي سیمي غرنۍ څوکې چې د مخالفینو په لاس کې وې، بیرته د امینتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.»

د کو نړ په دانگام ولسوالي کې جگړه له هغه وروسته پیل شوه چې نزدې ۱۲۰۰ طالب یاغیانو د دغي ولسوالۍ د کلیو په نیولو پیل وکړ. افغان چارواکي وايي چې طالبانو له هغه وروسته دلته يرغل وکړ چې د سیمي د اوسیدونکو له خوا د «ولسي دفاع ټولگي» جوړ شول.