1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو پر ضد ولسي پاڅونونو زور اخیستی دئ

۱۳۹۱ تیر ۲۲, پنجشنبه

د وسلوالو طالبانو پر وړاندې د ولسي خلکو پاڅونونو زور اخیستی دئ. لومړی د غزني بیا د پکتیا، فاریاب او لغمان ولایتونو په یو شمیر ولسوالیو کې خلکو د طالبانو پر وړاندې قیامونه کړي دي.

https://p.dw.com/p/15Vn0
انځور: dapd

د سیمې د اوسیدونکو په خبره طالبانو د دوی ټولې ګټورې پروژي په ټپه درولې وې او د هغوی عادي ژوند ئې له ډول ډول کړاوونو سره مخاخ کړی وو.

د لومړي ځل له پاره د غزني د اندړو ولسوالۍ د یو شمیر سیمو اوسیدونکو د طالبانو پر ضد وسله پورته کړه چې په لسګونو تنه ئې ووژل او ګڼ شمیر نورئې اسیران کړل.

اوس د ختیځ لغمان د یوې ولسوالۍ اوسیدونکو د طالبانو له لوري د بریښنا د ستنو د ړنګولو پر ضد وسله اخیستې ده او ګڼ شمیر طالبان ئې له خپلو کلیو ایستلي دي. همدا راز د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې هم د ولسي خلکو او طالبانو تر منځ چریکي جګړې پيل شوې دي
افغان حکومت وایي چې د طالبانو د حکومت په نسکورولو کې هم د ولسونو رول ډیر اغیزناک وو او په تر لاسه شویو پرمختګونو کې هم ولسونو لوی لاس درلود. هغوی وایي چې اوس هم د طالبانو پر ضد جګړه کې د همدي خلکو د پاڅونونو په مټ غوڅ بریاليتوب تر لاسه کیدای شي.

د ملي دفاع وزارت نطاق جنرال ظاهر عظیمي په خبره دوی د زور پالو پر وړاندې د ولسي پاڅونونو ملاتړ کوي او د هر هغه اقدام هر کلی کوي چې په کلیو او بانډو کې د سولي او امن د راوستلو لامل ګرځي:

«په تیره یوه لسیزه کې ټولې هغه بریاوې چې نن ئې شاهد یو د خلکو په ملاتړ تر لاسه شوي دي او موږ هیله لرو چې روانه جګړه هم د خلکو په ملاتړ تر یوه ځایه ورسوو.»

که څه هم تر دې پخوا د طالبانو پر ضد ولسي پاڅونونه نه وو شوي خو اوس د یو شمیر سیمو خلک وایي چې دوی د عرب، پاکستاني او افغان طالبانو له ظلمونو ستومانه شوي دي او مجبور دي چې خپل کلي پخپله وساتي.

د غزني د اندړو د سیمې د اوسیدونکو د پاڅون یو لامل دا وو چې د دوی په وینا ډیر شمیر پاکستاني طالبان به د دوي سیمو ته راتلل او پرته له دې چې د خلکو ژوند ته اعتنا ولري په لویو لاروکي به ئې ماینونه ښخول او پر حکومتي او ټول ګټو تاسیساتو به ئې بریدونه کول.

تر نن ورځې پورې ویل کیږي چې د غزني شاوخوا ۴۰ کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي او په دې سیمو کې ولسي وسله وال ځوانان ځای پر ځای شوي دي. یو شمیر پاڅون کوونکو د طالبانو پر ضد د وسلي د پورته کولو اصلي لامل د بهرنیو په اشاره او ملاتړ د کورنیو طالبانو کړغیړن اعمال وبلل. یوه تن پاڅون کوونکي دویچه ویله (المان غږ) ته وویل: «موږ به په دې جګړه کې چې د بهرنیو بلواګرو او د هغوی د غلامانو پر ضد مو پیل کړې ده خپله وینه تویه کړو او د سر له قرباني به هم و نه بیریږو.»

د امنیتي چارو ماهرین ولسي پاڅونونه د سیمې د امنیت له پاره ډیر اغیزناک بولي. هغوی وايي چې که چیرې ولسونه د خپلو کلیو او بانډو په امنیت ساتلو کې برخه واخلي دا به له یوه لوري له مرکزي حکومت سره ستر ملاتړ وي او له بله اړخه به د سیمې د همېشني امنیت او ښه حکومتولی له پاره لاره هواره کړي.

میرویس جلالزی/ کابل
کتونکی: مسعود جهش