1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو په اړه د خبرونو پر خپریدو دوه اوونیز بندیز ولگید

حسین سیرت۱۳۹۳ فروردین ۲, شنبه

رسنیو او د خبریالانو ټولنو د سردار احمد د وژل کیدو په غبرگون کې پریکړه وکړه چې د دوو اوونیو له پاره د طالبانو خبرونه خپاره نه کړي. سردار احمد، میرمن او دوه ماشومان یې پر سرینا هوټل باندې د طالبانو په برید کې ووژل شول.

https://p.dw.com/p/1BUKA
انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخهانځور: DW

افغان خبریالان وایي چې د ماشومانو او ښځو وژل په هیڅ فرهنگ کې روا کار نه دی. هغوی روښانوي چې طالبانو د سردار احمد د کورنۍ له وژلو سره «یو لوی جنایت ترسره» کړی دی.

د رسنیو د څار د ادارې مشر صدیق الله توحیدي، د شنبې په ورځ په کابل کې د خبریالانو یوې غونډې ته وویل: «زموږ یو شمیر خبریالان د دوو اوونیو له پاره د طالبانو په اړه د خبرونو د تحریمولو غوښتونکي شول، چې د نی اداره د دې پریکړې ملاتړ کوي.»

په دې غونډه کې خبریالانو وویل چې په تیرو دولسو کلونو کې هغوی له حوصلې سره د طالبانو په اړه خبرونه خپاره کړل. هغوی روښانه کړه چې په دغه موده کې یې طالبانو ته چې «ملکي وگړي، ښځې، ماشومان او ښوونکي یې وژل» عینې ادبیاتو کارول کله چې د ملي اردو او یا هم د ملي پولیسو له پاره یې کارول. ښاغلي توحید وویل چې په پاکستان، هندوستان او عربي هیوادونو کې طالبانو ته د «ترهگرو» کلمه کارول کیږي، خو افغان خبریالان هغوی ته د ژورنالیستیکو اصلو له مخې د دولت وسله وال مخالفین وایي.

توحیدي وویل: «تر دې مخکې موږ د طالبانو، ملي اردو او پولیسو تر منځ فرق نه کاوه. خو پایله یې د اجمل نقش بندي له سر پرې کولو پیل او د سردار محمد د کورنۍ وژنې ته ورسیده.»

هغه دوسیې چې نه څیړل کیږي

په عین حال کې افغان خبریالان د خپلو همکاران د وژل کیدو له کبله اندیښمن دي. هغوی وایي چې په وروستیو لسو کلونو کې په لسهاو خبریالان وژل شوي دي خو تر اوسه پورې یې هم دوسیې نه دي څیړل شوې.

یوه خبریال چې وکیل نایبي نومیږي په دې اړه وویل: «په افغانستان کې مبهم سیاستونه د دې سبب شوي دي چې په لسهاو خبریالان ووژل شي او څوک یې دوسیې و نه څیړي.»

په داسې حال کې چې خبریالان په افغانستان کې له گواښونو سره مخامخ دي، خو بیا هم هغوی وایي چې خپلو دندو ته به دوام ورکړي. افغانه خبریاله میرمن سحر ملک زاده، وایي د هغې مسوولیت افغانانو ته د معلوماتو رسول دي، او هغه به دغه کار د خطرونو په منلو سره هم وکړي.

د نی موسسې د شمیرو له مخې په افغانستان کې د موقت حکومت له فعالیدو څخه تر اوسه پورې ۴۰ خبریالان وژل شوي دي چې په ډله کې یې ۱۲ بهرنیان هم شامل دي. د نی چارواکي وايي چې د دغو وژنو موسسولین ترهگر دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب