1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو په بند کې د دوو سویسیانو خاطرې

هما ناصري (دویچه ویله)۱۳۹۲ شهریور ۱۹, سه‌شنبه

سویسۍ دانیلا ویدمر، او سویسی دیوید اوخ د طالبانو په بند کې تر ۲۵۹ ورځو تیرولو وروسته په تېښتې بریالي شول. هغوی اوس له طالبانو سره د خپل بند په هکله د «سبا مو وژنو» تر عنوان لاندې یو کتاب لیکلی دی.

https://p.dw.com/p/19ebZ
انځور: Christian Hartmann/AFP/Getty Images

دریش کلنه دانیلا ویدمر او ۳۳ کلن ‌دیوید په خپل موتړ کی د همالیې غرونو ته په چکر تللي ول. له سفر څخه څلور میاشتې وروسته هغه مهال چې هغوی غوښتل بیرته خپل وطن ته ستانه شي نو فکر یې وکړ چې یو څو نورې ورځي په پاکستان کی تیرې کړي.

دانیلا ویدمر او ‌دیوید د طالبانو له بند تر تښتیدو وروسته.
دانیلا ویدمر او ‌دیوید د طالبانو له بند تر تښتیدو وروسته.انځور: dapd

د جون میاشتې په وروستیو ورځو کې کله چې دوی د «لورالايي» په سیمه کې یو لنډه دمه کوله، هغوی د طالبانو له خوا وتښتول شول. دوی څو ورځې او شپې په دښتو کې په داسې حال کې چې د طالبانو له خوا برمته شوې ول په دښتو او غرونو کې مزل وواهه او بالاخره وزیرستان ته چې د طالبانو مرکز بلل کیړي، ورسیدل. دوی هلته هره شپه او ورځ په ویره کی تیره وله او دا فکر یې کاوه چې کله به د یوه جنگیالي له خوا وژل کیږي. هغوی نه یوازې د خپلو تښتوونکو څخه ویریدل بلکه له دې یې ویره لرله بلکې له دې هم ویریدل چې نه شي د امریکایانو د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړي.

دیوید دویچه ویله ته وویل: «موږ یې په داسې يوه ځای کې ستاتلو چې هره ورځ به د امریکایانو بی پیلوټه الوتکې زموږ پر سر تاویدلې. موږ د طالبانو له پاره ‌ډیر مهم کسان وو. د دې له کبله دوی له موږ سره ښه چلند کاوه. هغوی [طالبانو] له دانیلا سره د دې په خاطر ښه چلند کاوه چې هغه یوه ښځه وه.»

وچه ډوډۍ او کچالو

هغوی د یو څو میاشتو له پاره د لالا په نوم یوه طالب په کور کې د هغه له کورنۍ سره یو ځای اوسیدل. په دې کور کې څلورو ښځو او اوو ماشومانو ژوند کاوه. د دیوید او دانیلا له پاره په کور کې یوه خونه هم ځانگړې شوې وه خو دوی د کورنۍ له غړو سره په ګډه ډوډۍ خوړله. دغو دوو یرغمل نیول شویو کسانو به د غرمې په ډوډۍ کې لږ وچه ډوډۍ او یو څو کچالوان خوړل او کله کله به لږ غوړ خواړه هم پیدا کیدل.

شمالي وزیرستان په پاکستان کې د طالبانو مرکز بلل کیږي.
شمالي وزیرستان په پاکستان کې د طالبانو مرکز بلل کیږي.انځور: imago stock&people

د طالبانو ښځې او ماشومان

د طالبانو ماشومان او ښځي لکه د برمته شویو کسانو په څیر ټول وخت په کور کې تیروه او هیڅ کله هم له کور څخه بهر نه تلل. دانیلا په دې کور کې د اوسیدو له کبله ۳۰۰ پښتو ټکي هم زده کړي دي هغه وایي: «یو ورځ زما څخه یوې ښځې په پښتو ژبه پوښته وکړه چې ته ولي ژاړي. موږ هم له دې کور څخه بهر نه شو وتلای.» دانیلا زیاتوي چې دغو ښځود لویدیځې نړۍ په هکه هیڅ معلومات نه لرل.

دانیلا او دیوید دواړو د پولیسو په اکادمي کې زده کړې کړې دي او له همدې کبله وتوانیدل چې د طالبانو له بند څخه په تښتیدو وتوانیدل.

د سویس حکومت د دانیلا او دیوید د آزادیدو په موخه ډیرې هلې ځلې وکړې خو دوی بیا په خپل کتاب کې د سویس له دولت څخه هیڅ مننه نه ده کړې. کله چې له دوی څخه وپوښتل شول چې ولې یې له دولت څخه مننه نه ده کړي نو هغوی په ځواب کې وویل: «موږ خپل ځان خپله راخوشې کړ.»

له بند څخه تر تښتیدلو وروسته دانیلا او دیوید هڅې کوي ترڅو بیرته خپل عادي ژوند پیل کړي خو کله چې چا ته د خپلو سرګذشتونو کیسې کوي نو خپلې اوښکې نه شي درولی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب