1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو په سرپرسته کابینه کې کوم کسان شامل دي؟

سید ریاض
۱۴۰۰ شهریور ۱۶, سه‌شنبه

د کابل تر نیولو کابو څلور اوونۍ وروسته، د سه شنبې په ماښام طالبانو خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه. دغه کابینه د ملا محمد حسن اخند «رئیس الوزرا» له لوري رهبري کیږي چې دوه مرستیالان لري.

https://p.dw.com/p/402ba
Pakistan Islamabad | Treffen von Nawaz Sharif und Mulla Mohammad Hassan Akhund  1999
ملا محمد حسن اخند، د طالبانو له خوا د سرپرستې کابینې مشر . انځور په ۱۹۹۹ کال کې اخیستل شوی.انځور: SAEED KHAN/AFP

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر، چې له امریکا متحده ایالاتو سره یې تړون لاسلیک کړی وو د رئیس الوزرا مرستیال ټاکل شوی. مولوي عبدالسلام د رئیس الوزرا یا د کابینې د مشر بل مرستیال دی.

د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني، د کورنیو چارو وزارت سرپرست، د طالبانو د بنسټ ایښودونکي ملا عمر زوی ملا محمد یعقوب، د دفاع وزارت سرپرست او مولوي امیر خان متقي د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دغه پریکړه «د اړینو حکومتي چارو د پرمخ بیولو په منظور » شوې ده او دا چې د پاتې وزارتونو او اړونده ادارو مشران به تر زیات غور وروسته اعلان شي. هغه کسان چې د وزارتونو او ادارو د سرپرستانو په توګه ټاکل شوي، د طالبانو سابقه لرونکي کسان دي.

ذبیح الله مجاهد د سرپرستانو د لېست د معرفي کولو پر مهال وویل چې دغه ټاکنې زیاتره سیاسي دي او تر ارزونې وروسته به مسلکي کسان د اداراتو او وزارتونو د مرستیالانو په توګه وټاکل شي. تر دې دمخه طالبانو ویلي وو چې د «ټولشموله حکومت» د جوړیدو په لټه کې دي، خو ټاکل شوي ټول کسان د دوی د ډلې غړي دي.

د طالبانو د سرپرستې کابینې غړي:

  • ملا محمد حسن آخند، د ریاست‌الوزرا سرپرست

  • ملا عبدالغنی برادر، د ریاست‌الوزرا مرستیا

  • مولوي عبدالسلام حنفي، د ریاست‌الوزرا مرستیا

  • مولوي محمد یعقوب مجاهد، د دفاع وزارت سرپرست

  • ملا سراج الدین حقاني، د کورنیو چارو وزارت سرپرست

  • مولوي امیرخان متقي، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست

  • ملا هدایت‌الله بدري، د مالیې وزارت وزارت سرپرست

  • شیخ مولوي نورالله منیر، د معارف وزارت سرپرست

  • خیرالله خیرخواه، د اطلاعات او کلتور وزارت سرپرست

  • قاري دین محمد حنیف، د اقتصاد وزارت سرپرست

  • شیخ مولوي نور محمد ثاقب، د حج و اوقاف وزارت سرپرست

  • مولوي عبدالحکیم شرعي، د عدلیې وزارت سرپرست

  • ملا نورالله نوري، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست

  • ملا محمد یونس آخندزاده، د کلیو بیا رغاونې او پراختیا وزارت سرپرست

  • شیخ محمد خالد، د دعوت او ارشا، امر بالمعروف او النهې عن المنکر وزارت سرپرست

  • ملا عبدالمنان عمري، د ټولګټو وزارت سرپرست

  • حاجي ملا محمد عیسی آخند، د معادن او پترولیم وزارت سرپرست

  • ملا عبدالطیف منصور، د اوبو او بریښنا وزارت سرپرست

  • ملا حمیدالله آخندزاده، د ملکي هوایي چلند او ترانسپورت وزارت سرپرست

  • مولوي عبدالباقي حقاني، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست

  • نجیب الله حقاني، د مخابراتو وزارت سرپرست

  • حاجي خلیل الرحمان حقاني، د مهاجرینو چارو وزارت سرپرست

  • ملا عبدالحق وثیق، د استخباراتو د عمومي ریاست سرپرست

  • حاجي محمد ادریس، د افغانستان بانک سرپرست

  • مولوي احمد جان احمدي، د چارو د ادارې سرپرست

  • ملا محمد فاضل آخند، د دفاع وزرات مرستیال

  • قاري فصیح الدین، لوی درستیز

  • شیرمحمد عباس ستانکزی، د بهرنیو چارو وزارت معین

  • مولوي نورجلال، د کورنیو چارو وزارت معین

  • ذبیح الله مجاهد، د اطلاعات او کتلور وزارت معین

  • ملا تاجمیر جواد، د استخباراتو ریاست لومړ مرستیال

  • ملا رحمت الله نجیب، د استخباراتو ریاست اداري مرستیال

  • ملا عبدالحق، د کورنیو چارو د مخدره توکو ضد څانګې معین

د طالبانو له خوا په اعلان شویو کسانو کې هیڅ یو داسې کس نه شته چې په تیرو شلو کلونو کې دې یې کومه لوړپوړې دنده ترسره کړې وي.