1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو په منځ کي د امريکايانو له پاره جاسوسي کول د اور سره بازۍ دي

۱۳۸۷ دی ۶, جمعه

دجنوبي وزيرستان د اوسيدونکي، انور سيد، ژوند هغسي هم په خطر کي و. يا به دی دطالبانو او القاعدې دتند لارو اسلامي ډلو په پلوی جنګيدلای او يا داچي دطالبانو په منځ کي يې د امریکايانو له پاره جاسوسي کولای.

https://p.dw.com/p/GNTA
«بيت الله مسود د ګماني جاسوسانو سره لنډه محاسبه کوي»
«بيت الله مسود د ګماني جاسوسانو سره لنډه محاسبه کوي»انځور: AP

د امریکا د استخباراتي څانګي استازو د دغه 21 کلن ځوان سره دا ژمنه کړې وه چي دی به په قبايلی سيمو کي د طالبانو او القاعدې دپټو مرچلونو په هکله امریکايانو ته اطلاعات ورکوي او په مقابل کي به امریکايان ده ته 6000 امريکايي ډالره ورکړي.

د انور سيد پلان داو چي دی به وروسته په دغه پيسو سره د خپل ځان او دخپلي کورنۍ له پاره د جنوبي وزيرستانه څخه بهر يو ځای ژوند جوړوي.

د 2001 ميلادي کال په پای کي پر افغانستان باندي د امریکايي وسله والو ځواکونو دعملیاتو څخه وروسته د طالبان او دالقاعدې لار ښونکي مشران او جنګيالي د افغانستان او پاکستان دګډو پولو غرنيو سیمو ته را وتښتيدل او زياتره دوی له دغه سیمو څخه په افغانستان کي د خپلو پوځي عملیاتو لارښونه کوي.

په افغانستان کي امریکايي پوځي لار ښونکي په دې لټه کي دي چي په دغه سیمو کي د القاعدې او طالبانو پټ مرچلونه پیدا او هغه له منځه یوسي او دغه موخي ته د رسيدو له پاره دوی د طالبانواوالقاعدې د ډلو په منځ کي داسي کسانو ته، لکه انور سيد، اړه لري.

خو د غه د امریکايانو« جاسوس » لکه څنګه چي د طالبانو يو جنګيالی چي ځان د محمد ضیا په نامه يادوي وايي،مخکي له دې چي دي دښي سور او شولام په سیمه کي د طالبانو دوه مرچلونه امریکاینو ته وښه يي، او امریکايان دغه ځایونه دخپلو بې پیلوټو الوتکو په واسطه په دوزخ ډوله توغندیو سره وولي، موږ ته دسيد پلانونه برملا شول.

محمد ضیا وايي:« دی په ظاهره کي له موږ سره و خوکله کله به شک پرې کيدی ». کله چی دی موږ وپيژندی، نو توپک موځيني واخيست او چاړه مو ورته پر ستوني کښېښودل تر څو چي پخپل جر م يي اقرار وکړی.

ضيا وايي چي:«ددغه « خاين » سره دوې د فرستندې دستګاوي وې او ددغه دستګاو سره به ده امریکايي بې پیلوټه الوتکو هغه کلیو ته رهنمايي کول چي هلته زموږ پټ مرچلونه دي.

په جنوبي وزيرستان کي د پاکستاني طالبانو مشر بيت الله مسود دي.او دی هغه څوک دی چي دګوماني جاسوسانو سره په اصطلا لنډه محاسبه کوي. لکه څنګه چي ويل کیږي ښايي بيت الله مسود شل زره پلويان ولري اودده جنګيالي پرله پسې په افغانستان کي د نړيوالوځواکونو پر ضد عمليات سرته رسوي او يا په افغانستان کي دننه دپاڅیدونکو سره مرستي کوي.

په جنوبي او شمالي وزيرستان کي که څوک د طالبانو له خوا دجاسوسۍ په تور ونيول سي هغوی په ډيرو عذابونو سره وژل کيږي په لومړي سرکي ښه وهل اټکول کيږي، بيايي سر ځیني پريکوي او مړی يې په يوه چارسو کي ايښول کیږي او بيا لیکل کیږي چي:« د امریکايانو دهر جاسوس برخلیک به په همديډول سره وي».