1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو په پلوي لاريون ته راوتلي شپږ تنه قبايل ووژل شول

۱۳۸۶ اردیبهشت ۳, دوشنبه

قبايلي امنيتي ځواکونو د طالبانو پر پلويانو هغه مهال ډزې پيل کړې چې غوښتل يې د يو سيال اسلاميستي گوند مشر کور د پاکستان په قبايلي سيمو کې چور کړي. په دغه پېښه کې شپږ تنو ته د سر زيان ورواوښت. داسې ښايي چې په لسگونو تنه نور ژوبل شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/DKEe
د قبايلي امنيتي ځواکونو په ډزو کې ډېرۍ وژل شوي کسان زلميان ول
د قبايلي امنيتي ځواکونو په ډزو کې ډېرۍ وژل شوي کسان زلميان ولانځور: AP
له زرو څخه زيات د لشکر اسلامي نومې ډلې غړي په باړه ښارگوټي کې راټول شوي وو تر څو د انصار الاسلام مخالفې ډلې په وړاندې مظاهره وکړي. ځينې له هغو څخه بيا د يو مخالف گوند د مشر پير سيف الرحمان کور باندې د بريد کولو په موخه ورروان شول. د قبايلي امنيتي ځواکونو په ډزو کې ډېرۍ وژل شوي کسان زلميان ول چې شپږ له هغو څخه سمدلاسه ومړل او يو گڼ شمېر نور ټپيان شول. د لشکر اسلامي ډلې وياند مصري خان وويل چې کېدای شي د مړيو شمېر لا پسې اوچت شي.