د طالبانو یوه نفوذي بریدګر ۱۶ دولتي ملیشې ووژلې

د دوشنبې په ورځ افغان چارواکو ویلي چې په هلمند ولایت کې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د طالبانو یو پلوي کس د دولتي ځواکونو ۱۶ سرتیري وژلي. بریدګر له څو میاشتو راهیسې له افغان ځواکونو سره یوځای وو.

یوې سرچینې د رویترز خبرې آژانس ته ویلي چې د افغانستان امنیتي ادارو په دې هیواد کې یو شمیر ملیشې جوړې کړي چې طالبان کمزوري کړي. خو د هلمند د پیښې په تړاو د هلمند د والي ویاند د وژل شوو ملیشو د مشخصولو په هکله معلومات نه لري.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک، وویل: «موږ خبر یو چې د طالبانو یوه جنګیالي د دولتي ځوکونو ۱۶ ملیشې وژلي دي، خو موږ تر اوسه پورې په دې نه پوهیږو چې دغه ځواکونه چا پورې تړلي ول.»

طالبانو د شنبې په ورځ د هلمند ولایت په ګریشک ولسوالۍ کې د دې برید مسوولیت منلی دی او ویلي یې دي چې په دې پیښه کې د دوی دوه تنه جنګیالي ښکیل ول.

په عین وخت کې د امنیتي ځواکونو یوه چارواکي چې نه یې غوښتل هویت یې بربڼد شي ویلي چې تورن وسلوال کس د څو میاشتو راهیسې له دې ملیشو سره کار کوه. نوموړي زیاته کړې چې بریدګرو د ملیشو تر وژلو وروسته د دوی وسلې او تجهیزات له ځانه سره وړي دي. په افغانستان کې هلمند ولایت یو له نا امنو سیمو او د تریاکو د کرکیل د یوې مهمې سرچینې په توګه شمیرل کیږي.

په افغانستان کې تر ټولو وژونکي بریدونه

د ۲۰۰۷ کال د نومبر ۶مه نیټه

یوه ځانمرګي برید په بغلان ولایت کې د ۵۹ ماشومانو او د پارلمان د شپږو غړو په ګډون ۷۹ کسان ووژل.

په افغانستان کې تر ټولو وژونکي بریدونه

د ۲۰۰۸م کال د فبروري میاشتې ۱۷مه نیټه

په کندهار کې د سپو جنګولو په موخه د راټولو شویو کسانو په منځ کې ځانمرګي برید د ۵۰ امنیتي ځواکونو په ګډون ۱۴۰ تنه ووژل.

په افغانستان کې تر ټولو وژونکي بریدونه

د ۲۰۰۸م کال د جولای میاشتي ۷مه نیټه

په کابل کې د هندوستان پر سفارت برید ۶۰ کسان ووژل.

په افغانستان کې تر ټولو وژونکي بریدونه

د ۲۰۰۹ کال د اګست ۲۵مه نیټه

په کندهار کې یوه موټر بم ۴۳ ملکيان ووژل.

په افغانستان کې تر ټولو وژونکي بریدونه

د ۲۰۱۰ کال د جون میاشتې ۹مه نیټه

یوه ځانمرګي برید کوونکي د واده په یوه محفل کې چاودنه وکړه او ۵۰ تنه یې ووژل.

په افغانستان کې تر ټولو وژونکي بریدونه

د ۲۰۱۱م کال د دسمبر میاشتې ۶مه نیټه

په کابل کې د عاشورا مراسمو پر مهال یوه برید ۸۰ کسان ووژل.

په افغانستان کې تر ټولو وژونکي بریدونه

د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر میاشتې ۲۶مه نیټه

په شمالي ولایت فاریاب کې په یوه مسجد کې چاودنه وشوه چې له کبله یې ۴۲ تنه ووژل شول.

په افغانستان کې تر ټولو وژونکي بریدونه

د ۲۰۱۳م کال د اپریل میاشتې ۳مه نیټه

طالبانو په فراه ولایت کې د محکمې مخې ته برید وکړ او د ۱۰ امنیتي ځواکونو په ګډون یې ۴۶ کسان ووژل. طالبانو غوښتل خپل هغه غړي آزاد کړي چې محاکمې یې جریان لره.

په افغانستان کې تر ټولو وژونکي بریدونه

د ۲۰۱۴ کال د نومبر میاشتې ۲۳مه نیټه

طالبانو په پکتیکا ولایت کې د هغو کسانو په منځ کې چې د والیبال د یوې لوبې لیدو ته راټول شوي ول، چاودنه وکړه او ۵۷ کسان یې ووژل.

په افغانستان کې تر ټولو وژونکي بریدونه

د ۲۰۱۵ کال د نومبر میاشتې ۹مه او ۱۰مه نیټې

طالبانو د کندهار پر هوایي ډګر برید وکړ او لږ تر لږه ۵۰ کسان یې ووژل.

په افغانستان کې تر ټولو وژونکي بریدونه

د ۲۰۱۶م کال د اکتوبر۲۶مه نیټه

په داعش ترهګرې ډلې پورې تړلو کسان له غور ولایت څخه ۳۰ تنه برمته کړل او بیا یې ووژل. په وژلو شویو کسانو کې ماشومان هم شامل ول.

په افغانستان کې تر ټولو وژونکي بریدونه

د ۲۰۱۶ کال د اپریل میاشتې ۱۹مه نیټه

په کابل له چاودیدونکو موادو ډکه یوې لارۍ موټر چاودنه رامنځ ته کړه چې بیا یې په تعقیب د سپکو وسلو جګړه پیل شوه. په پیښه کې ۶۴ کسان ووژل شول او ۳۴۰ تنه نور ټپیان شول.

په افغانستان کې تر ټولو وژونکي بریدونه

د ۲۰۱۶م کال د نویمبر میاشتې ۲۱مه نیټه

داعش په کابل کې د شعیه مسلمانانو پر یوه مسجد د برید پړه پر غاړه واخیسته چې په پایله کې یې ۲۷ تنه ووژل شول او ۶۴ تنه نور ټپیان شول.

په افغانستان کې تر ټولو وژونکي بریدونه

د ۲۰۱۷ کال د جنوري میاشتې ۱۰مه نیټه

په کابل کې پارلمان ودانۍ ته نزدې غبرګونۍ چاودنې وشوې چې پکښې ۳۸ تنه ووژل شول او ۸۶ تنه نور ټپیان شول.

په افغانستان کې تر ټولو وژونکي بریدونه

د ۲۰۱۷ کال د مارچ میاشتې ۸مه نیټه

د ډاکترانو په جامو کې برید کوونکي د کابل پوځي روغتون ته ننوتل او تر ۵۰ زیات کسان یې ووژل. په دې برید کې تر ۱۰۰ ډیرو کسانو د وژل کیدو خبره هم کیږي. د برید پړه ترهگري ډلي داعش پر غاړه واخیسته.

په افغانستان کې تر ټولو وژونکي بریدونه

د ۲۰۱۷م کال د اپریل ۲۱مه نیټه

طالبانو په مزارشریف ښار کې پر یوې پوځې اډې برید وکړ او ۱۴۴ تنه یې ووژل.

په افغانستان کې تر ټولو وژونکي بریدونه

د ۲۰۱۷م کال د مې میاشتې ۳۱مه نیټه

په کابل کې د آلمان سفارت ته نزدې چاودني تر۱۵۰ ډیر کسان ووژل او په سونو تنه نور یې ټپیان کړل.

په افغانستان کې تر ټولو وژونکي بریدونه

د ۲۰۱۷ کال د اګست میاشتې لومړۍ نیټه

په هرات ولایت کې په یوه مسجد کې چاودنې لږ تر لږه ۳۳ کسان ووژل. د برید پړه داعش ترهګري ډلې پرغاړه واخیسته.

په افغانستان کې تر ټولو وژونکي بریدونه

د ۲۰۱۷ کال د اګست میاشتې ۲۵مه نیټه

په کابل کې د شعیه مسلمانانو په مسجد کې چاودنه وشوه چې له کبله یې ۲۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۵۰ تنه نور ټپیان شول. د اسلامي دولت ترهګرې ډلې د برید پړه پر غاړه واخیسته.

موږ تعقيب کړئ