1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالب او هندي چارواکو لومړۍ ليدنه کتنه

۱۴۰۰ مهر ۳۰, جمعه

هند په افغانستان کي په بدل سوو حالاتو کي د خپل ځان له پاره ځای پيدا کولو په مقصد هڅې ګړندۍ کړي دي. د هند د خارجه وزارت چارواکو په ماسکو کي د طالب استازو سره خبري وکړې.

https://p.dw.com/p/421Dd
Russland I Konferenz mit den Taliban in Moskau
انځور: Sergei Bobylev/TASS/dpa/picture alliance

 د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر ۲۰مه) په ماسکو کي د افغان کانفرانس وروسته د لسو هيوادونو له خوا یوه اعلاميه خپره سوه. په دغه اعلاميه کي ويل سوي چي په افغانستان کي د طالبانو حکومت بايد »د يو نوي حقيقت« په توګه ومنل سي. هند هم د دغې اعلاميې تائيد کړی دی. په دغه کانفرانس کي د هند به استازيتوب د دغه هيواد د خارجه وزارت چارواکو ګډون کړی ؤ. دغو هندي چارواکو د طالبانو له مرستيال لومړي وزير عبدالسلام حنفي او د باندنيو چارو د وزير امير خان متقي سره  خبري اتري وکړې او د کابل حکومت ته يې د بشري مرستو وړانديز وکړ.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ د هندي چارواکو سره د ياد ملاقات خبر په خپل يو ټويټ کي ورکړ. مجاهد په دغه ټويټ کي ليکلي ول چي د طالبانو پلاوي د پاکستان، افغانستان او ايران له پاره د هند د ځانګړي استازي جې پي سينګهـ سره ملاقات وکړ.
ذبيح الله مجاهد په يو بل ټويټ کي وليکل چي د هند استازو د افغانستان سره د بشري مرستو وړانديز کړی دی.

د هند سره لومړۍ رسمي کتنه

هند لا تر اوسه د طالب پلاوي سره د خپلو استازو پر ملاقات تبصره نه ده کړې. خو حکومتي منابعو د دغې ليدنې پخلی کړی دی او زياته کړې يې ده چي هند پر دې غور کوي چي افغانستان ته غنم او د نورو توکو مرستي ورسوي. د منابعو په وينا هند به ډېر ژر ۵۰ زره مېټرک ټنه غنم، درمل او نور توکي ولېږي. زياته سوې چي البته دغه مرستي به د ملګرو ملتونو له لاري وکړي.

په افغانستان کي د طالبانو د پر واک راتلو راهيسي دا لومړی ځل دی چي هند د دغه هيواد سره د مرستو اعلان کوي.نوي حالات، د نوي ځای جوړولو هڅې

Russland I Konferenz mit den Taliban in Moskau
انځور: Sergei Bobylev/TASS/dpa/picture alliance

د تيرو مياشتو په جريان کي په دوحه کي د هند سفير د طالب مشرانو سره ملاقات کړی ؤ او په دوحه کي يې په يو څو اړخيز ملاقات کي هم برخه اخيستې وه. خو د چهارشنبې دا لومړی ځل ؤ چي د هند د باندنیو چارو د وزارت لوړپوړو چارواکو د طالبانو د مرستيال رئيس الوزرا او نورو لوړپوړو چارواکو سره خبري اتري وکړې.

دا په داسي حال کي ده چي هند راتلونکې مياشت د افغانستان په هکله د ګاوندي هيوادونو د امنيتي مشيرانو يو لوړرتبه ملاقات ته چمتو والی نيسي. دغه ملاقات ته د پاکستان، چين، ايران، روس او د تاجکستان د ملي امنیت سلاکاران رابلل سوي دي.

هندي شننونکي په دې نظر دي چي هند غواړي چي په افغانستان کي په بدل سوي حالت کي ځان ته نوی ځای پيدا کړي.

د ستراتيژيکو چارو کارپوه او د »دي هارډ نيوز« رسنۍ مدير، سنجې کپور وايي چي »هند پوهيږي چي په دغه موضوع کي بېل سوی دی او اوس غواړي چي اوس يې هم حيثيت برقرار پاته سي. په افغانستان کي د انساني حقونو او د مرستو موضوع ده. نو که څوک څه ونکړي نو به يې حيثيت څنګه لوی سي؟«

سنجې کپور زياتوي چي هند په دغه موضوع کي يو شان يوازي سوی دی او که اوس کوم اقدامات ونسي نو به يې دريځ ډېر کمزوری سي.

جاويد اختر، نوی ډلی/ا.ا./ب.ص.