1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د طالبان بندیاند د لیږد د بهیر مسئولیت سي ای اي ته ورکړی دی

۱۳۹۰ بهمن ۱۲, چهارشنبه

د امریکا د استخباراتي اداري مشر ویلي دي چي د اوباما ادارې له هغه څخه د طالب بندیانو د لیږد په بهیر کي مرسته غوښتې ده.

https://p.dw.com/p/13u25
د امريکا د استخباراتي ادارې مشر جنرال پيتريوس
د امريکا د استخباراتي ادارې مشر جنرال پيتريوسانځور: AP

امریکا غواړي چي له طالبانو سره د سولي د خبرو له پاره له گوانتانامو څخه د هغوی پنځه بندیان آزاد کړي.

د اوباما ادارې د متحده ایالاتو له استخباراتي سازمانونو څخه د طالب بندیانو د لیږد د بهیر د گواښونو د له منځه وړلو په موخه مرسته غوښتې ده. ویل کيږي چي امریکا غواړي له طالبانو سره د خبرو اترو په بهیر کي د اعتماد د رامنځ ته کولو په موخه د طالبانو پنځه لوړپوړي چارواکي چي اوس په گوانتانامو کي دي، یو دریم هیواد ته واستوي.

د امریکا د استخباراتي سازمان مشر، دیوید پيتریوس، د دغه هیواد د سنا د امنیتي کمیټې په وړاندي وویل چي د ولسمشر اوباما ادارې د طالب بندیانو د لیږد په بهیر کي له استخباراتي سازمانونو څخه مرسته غوښتې ده چي د دغه بهیر گواښونه له منځه یوسي.

د امریکا امنیتي چارواکو دا نه ده روښانه کړې چي طالب بندیان به کوم هیواد ته واستول شي، خو په رسنیو کي راغلی دي چي د طالبانو دغه بندیان به د قطر هیواد ته واستول شي. طالبانو ویلي دي چي په دغه هیواد کي به یو سیاسي دفتر پرانیزي چي له امریکا سره خبري اتري وکړي.

د امریکا د استخباراتي ادارې مشر دیوید پیتریوس، ویلي دي چي په دې وروستیو کي ئې ادارې د طالب بندیانو د انتقال په برخه کي د خطر د له منځه وړلو په موخه د اوباما له اداري سره ډیري مرستي کړي دي.

که دغه طالبان یو بل هیواد ته واهم ستول شي نو بیا به هم تر سخت نظارت لاندي وي. خو پیتریوس او یا هم کوم بل امریکایي چارواکي دا و نه ویل چي دا طالبان به په څه ډول تر نظارت لاندي ونیول شي.

پیتریوس ویلي دي چي د هغه اداره به پرې نه ږدي چي دغه کسان یو ځل بیا له ترهگرۍ سره یوځای شي او یا هم بیرته افغانستان یا پاکستان ته ستانه شي.

د امریکا د سنا د امنیتي چارو د کمیټې یوه غړي وویل چي امریکا باید دغه طالبان له گوانتانامو څخه بل هیواد ته و نه لېږي ځکه چي امریکا د دغه کار په وړاندي هیڅ څه هم نه تر لاسه کوي. هغه زیاته کړي ده چي طالبان به د دغه کسانو له آزادیدو وروسته هم پر امریکايي سرتیرو له بریدونو څخه لاس وا نه خلي.

دا په داسي حال کي ده چي ځیني امریکایي چارواکي وایي چي دغه طالبان ډیر خطرناکه دي او کیدای شي چي د متحده ایالاتو له پاره په کواښ بدل شي. خو د متحده ایالاتو حکومت بیا ټینگار کوي چي د دغه طالبانو د لیږد په اړه لا تر اوسه پوري کومي پایلي ته رسیدلی نه دي.

مسعود جهش (رویترز)
کتونکی: نجیب الله زیارمل