1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طبيعت د ساتلو دپاره ځانګړي سيمي

۱۳۸۷ خرداد ۱۰, جمعه

موږ اوس په داسی یو موقف کی یو،چي د طبیعت لږ پاته

https://p.dw.com/p/E9ll
په بن کښي د چاپيريال ساتني کنفرانس
په بن کښي د چاپيريال ساتني کنفرانسانځور: AP

چی موږ لا تر اوسه پوری ندی خراب کړی، او د کلونو راهیسی د خطر سره مخامخ ده ، وساتو. داد ژوبڼونو دپاره ښه دلیل ګرځیدلای سي چی وایی: دوی د بیولوژیکی رنګارنګتوب د ساتلو په خدمت کی د ي .

که څه هم د ستاینی وړ ده چی د جرمني لومړی وزیری انګلا ميرکل د ملګوملتونو په غونډه کی ژمنه کړی وه چی آلمان به هر کال ۵۰۰ ملیونه ایرو د تر محافظی لاندی طبیعی ساحو د ساتنی او توسعې دپاره اختصاص ورکي، خو دا واقعیت نسي بدلولای چی موږ انسانانو په وروستیو لسیزو کی د دی سیارې پر سرمو ډیر شیان مو خراب کړی چی له همدی کبله تر محافظی لاندی ساحی ضروری بریښی.

رودونهاو بحيرې د یو څو کمو نړیوالوکب نیونکوشرکتونو له خوا د کبانو څخه تشیږی . هلته چی پخوا ډير منطقوی کب نیونکی وه، او د دی لاری يې خپل ژوند پرمخ بياوه او د اولس د آذوقی په برابرولو بوخت وه، اوس هلتهد شتمنو هیوادونو څخه خوراکی صناعتی شرکتونه راغلی ،او بی له کومی اندیښنې او ډاره د رودونو څخه ټول هغه شیان باسی چی هلته موجود دی . او اوسيې ‌ير انواع نه دی پاتی، او اوس چی د منطقی کب نیونکی خپل فامیل نسی مړولای، د دی دپاره چی د هغو کسانو غوښتنی تر سره سي ، چی لا د کبانو د رانيولو توان لری په ټنوکود او خوراکی مواد د کبانو په مصنوعی فارمونو کی مصرفیږی . هلته د خرابیو د بیرته سمولو دپاره دغه ۵۰۰ ملیونه ایرو هم چندان مرسته نه کوی.

په قدیمی ځنګلونو کی هم همدا شان دی. له سیندونو څخه وروسته، ځنګلونه د کاربن دای اکساید په جذبولو کی په دوهم قطار کی راځی. کاربن دای اکساید هغه ماده ده چی د موټرونو، فابریکو او د ځنګلونو د سوځولود لاری تولیدیږی. دا چندان مرسته نه کوی چی برازیل په دی کنفرانس کی وایی چی د ۲۰۱۲ کاله پوری به د آمازون د قدیمی ځنګلونو څخه نور ۶۰۰ زره کیلومترمربع ساحه هم تر ساتنی لاندی ونیسی. په خاص ډول چی هغوی پوهیږی چی د ځنګلونو له منځه وړل د برازیل په نورو ساحو کی بی له کوم خنډه دوام لری . بیا هم د هغه ځای د بومی اوسیدونکی په تاوان هلته ځنګلونه له منځه وړل کیږی، ددی دپاره هم چی د نورو د کرنی محصولاتو دپاره ځای پيدا سی. او اوس د کرهنی دسون موادو لپاره چی په غلطه هغه د طبیعی سون موادو په نامه یادیږی .

په صنعتی هیوادو کی د پرمختیایی او هغو هیوادونو چی د پرمختګ په په درشل کي دي، غوښتنه کیږی چی هغوی باید د ټولو دپاره دغه زرغونه سږي وساتی. په اروپا او شمالی امریکا کی نور طبیعی ځنګلونه نه پيدا کیږی. هغوید ډیرو وختونو څخه د حرص قربانیان سوی دی . دلته چي ددغه ۵۰۰ ملیونه ایرو سره ناروی هم غواړی یوه اندازه پيسې ګډي کي، ډیره مرسته نه کوی . ځکه چی کوم خرابی چه مونږ کړی دي،ډیره لویه ده او په پیسو سره نه ځنګلونه او نه هم سیندونه نجات مومی.

پس مونږ هغوی په محافظوی ساحو کی محاطوو. خبره دا ده چی په دی واسطه د مجرمینو د په بند کي اچولو قضیه ختمیږی. دا یو غلط کار دی : د دې پر ځای چی د هغو کسانو لاس ونیول سی ، چی د هغوی ګټه د طبیعت په خرابیدو کي ده، موږ خپله طبیعت په بندکي اچوو.