1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طبیعي ناورینونو له کبله په میلیونو خلک مهاجر شوي

۱۳۹۸ شهریور ۲۳, شنبه

د یوې نوې ترسره شوې څیړنې له مخې د ۲۰۱۹م کال په لومړۍ نیمایي کې شاوخوا ۷ میلیونه انسانان د اقليمي تغیراتو او طبیعي ناورینونو له امله په خپلو هیوادونو کې دننه بی ځایه شوي دي.

https://p.dw.com/p/3PbNB
Zyklon Ikai | Evakuierungszentrum in Mosambik
انځور: AFP/Y. Chiba

د داخلي بی ځایه شویو د چارو د څارنې آژانس ویاندې د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د سپتمامبر ۱۳مه) په ژنیف کې د «ایفاګیلیشه پرېسه دینست» نومي خبري آژانس ته وویل چې دا شمیر په تاریخ کې ساری نه لري.

د داخلي بی ځایه کیدو په اړه د دغه رپوټ پر بنسټ د ۲۰۱۹م کال په لومړۍ نیمایي کې هند او بنګله دیش د«Fani»  په نوم او سویلي افریقا د «Idai» په نومونو د ګردباد(بوړبوړکۍ) د توپانونو مرکز وو. همدارنګه ایران د سیلابونو له امله اغیزمن شوی دی.

د اقلیمي چارو د کارپوهانو په خبره د وچکالۍ، سیلابونو او توپانونو په څیر شدید اقلیمي تغیرات په مستقيم ډول په نړیواله کچه د ځمکې د کرې د تودوخې درجې د لوړیدو پورې ارتباط نیسي.

د دغه رپوټ پر بنسټ د روان کال په لومړۍ نیمایي کې ۳،۸ میلیونه انسانان په خپلو خپلو هیوادونو کې د تاوتریخوالي او شخړو له امله تیښتې ته اړ شوي دي. په ځانګړي توګه په سوریي، یمن، افغانستان، لیبیا او کانګو دیموکراتیک جمهوریت هیوادونو کې د مهاجرتونو کچه تر ټولو لوړه وه.

د «څارنې مرکز» د ناروې هیواد د مهاجرت د خپلواکې شورا له خوا جوړ شوی دی چې د نړۍ په هیوادونو کې دننه د مهاجرتونو په اړه ارقام راټول او بیا یي ارزیابي کوي.

آژانسونه/ش.ن/ا.ا