1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عامي روغتيا وزارت د فساد تورونه رد کړل

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ شهریور ۱۶, شنبه

د افغانستان د عامي روغتیا وزارت د امريکا متحده ايالاتو د څېړونکي ډلي (سيگار) هغه راپور رد کړ چي گويا له دغه وزارت سره مرسته شوي پیسې په خطر کي دي. دغي ډلي ويلي ول چي کيدای سي له دغه وزارت سره مرسته سوي پيسې بې ځايه شي.

https://p.dw.com/p/19dTW
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان د روغتیا وزارت چارواکي وايي دوي له دغه وزارت سره د مرسته شویو ميلیونونو ډالرو مرستو حساب ورکولو ته چمتو دي او هغه اندیښنې بي ځایه دي چي گويا له دغه وزارت سره به راتلونکي مرستي د په فساد ککړو چارواکو جیبونو ته ولویږي.

د جمعې په ورځ د افغانستان د بیا ودانولو له پاره د امریکي ځانگړي څېړونکي ډلي (سیګار) په یوه راپور کې وویل چې دوی د افغانستان په عامي روغتیا وزارت کې د فساد له کبله اندیښنه لري چې هغه ۲۰۰ ميلیونه ډالر مرسته به ضایع شي چې امریکا یي غواړي له دغه وزارت سره يې وکړي.

د افغانستان د عامي روغتیا وزارت د رسنیو د څانګي مشکر ډاکټر مصطفی ابوي، د شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د سپتمبر۷) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د روغتیا په برخه کې د سیګار ادارې اندیښنه بي ځایه ده او که چیري له دغه سکتور سره مرسته شوي پيسې خوړل شوي وای نو اوس به د افغانستان اتیا سلنه وګړي د روغتیایي خدمتونو تر پوښښ لاندي نه وای:

«د روغتیایي خدمتونو په برخه کې په تیرو لسو کلونو کې موږ ډیر پرمختګونه درلودل، اتیا سلنه خلک صحي خدمتونو ته لاس رسی لري. اوس په اکثرو کلیو او ولسوالیو کي کلینیکونه او د روغتیايي چوپړ مرکزونه لرو، پر دې سربیره د روغتیايي خدمتونو د کیفیت په برخه کې هم ډیري لاس ته راوړني لرو او موږ چمتو یو چې د شفافیت له اړخه هرې اداري ته حساب ورکړو.»

د افغانستان د بیا رغاوني له پاره د امریکا د مرستو ځانګړي څارونکي ډلي(سیګار) د روغتیا وزارت په باب په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې د کابل له پاره د واشنګټن د اوږدمهاله روغتیایي مشارکت د پروژې د پرمخ بیولو له پاره د ۲۰۰ ميلیونه مرسته کیدونکو ډالرو ډیره برخه کيدای شي چي بې ځايه شي، نو ځکه په دغه برخه کې باید له افغان حکومت څخه پخې ژمني واخیستل شي.

د افغانستان په عامي روغتيا وزارت کي د فساد مسله کومه نوي خبره نه ده، دوه کاله دمخه د امریکایي څېړونکو یوې ډلي وموندله چې د پوځ د تر ټولو لوی روغتون (سردار محمد داود خان روغتون) څخه هم په ميلیونونو ډالر چې د طبی ماشینونو او دارو درملو له پاره د امریکا متحده ایالتونو مرسته کړي ول ورک شوي دي.

اوس د افغانستان د ډاکټرانو او روغتیایي کارکونکو ټولنه هم د سیګار ادارې دا اندیښنه پرځای بولي او وایي چې افغانستان د روغتیا په برخه کې د تیرو لسیزو په پرتله پر مخ نه بلکې پر شا تللی دی.

د دغې ټولني مشر ډاکټر صافي دویچه ویله ته په کابل کې وویل چې افغانسان له دومره مرستو سره سره د روغتیا په برخه کې په مطلقه توګه پر ګاونډیانو باندي اتکا کوي:

«زموږ عادي معایني په پاکستان کي کیږي، د جمهوریت روغتون جوړ شوی خو سم کار ځکه نشي ځني اخيستل کيدای چي مجرب کسان ورته نه شته، د دومره نړیوالو مرستو سره سره د زړه عملیاتونه د پوښتورګو عملیاتونه چې یو مهال البته شل دېرش کاله دمخه به په افغانستان کې کیدل اوس په پاکستان کې تر سره کیږي.»

د افغانستان د بیا رغولو له پاره د امریکا د مرستو ځانګړي څارونکې ډلي(سیګار) د امریکا پرختیایي اداري ته دا توصیه هم کړې ده چې د روغتیا له وزارت سره د پخوانیو مرستو د حساب ورکولو پرته نوري مرستي و نه کړي.

دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان د عامي روغتیا وزارت په اوس حال کې له دوي سره نړیوالي مرستي ډیري اړیني بولي او د هغو د دوام غوښتنه کوي.