1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عباسي تر سفر مخکې، پر کونړ د پاکستان د هوايي بریدونو ادعا

۱۳۹۷ فروردین ۱۷, جمعه

د پنجشنبې په ورځ د افغانستان حکومت پر پاکستان تور پوري کړی دی چې پاکستاني پوځ په کونړ کې هوايي بریدونه کړي. د حکومتي معلوماتو له مخې په دې هوايي بریدونو کې پراخ مالي زیانونه اوښتي.

https://p.dw.com/p/2vZwh
Pakistan Jhang - Shahid Khaqan Abbasi im Interview mit Reuters
انځور: Reuters/D. Jorgic

په کونړ کې د پاکستان د پوځ هوايي بریدونه داسې مهال ترسره کیږي چې نن د جمعې په ورځ د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي کابل ته سفر وکړ، او په ولسمشرۍ ماڼۍ کي پخپله ولسمشر غني د هغه هرکلی وکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې اعلامیې په حواله، پاکستاني جټ الوتکو د چهارشنبې په ماښام ناوخته د کونړ ولایت پر دانګام ولسوالۍ څلور بمونه غورځولي. اعلاميې د رامنځ ته شوي مالي زیان کچه او تلفاتو په هکله معلومات نه دي ورکړي.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې همدا راز راغلي دي چې: «افغانستان د نړیوالو قوانینو په پرله پسې توګه د تر پښو لاندې کولو له امله خبرداری ورکوي..او دغه څه به د دواړو هیوادونو پر دوو اړخیزو اړیکو بد اغیز وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او د دې هیواد پوځ، په دې هکله تبصرې ته لا ځواب نه دی ورکړی.

افغان حکومت له اوږدې مودې راهیسې پر پاکستان د افغان طالبانو او نورو یاغیانو د ملاتړ تور پورې کوي، داسې تورونه چې اسلام آباد یې تل ردوي.

د دې تورونو په ځواب کې اسلام آباد بیا پر افغانستان تور پورې کوي چې دغه هیواد د پاکستاني طالبانو د لمنځه وړلو په برخه کې په کافي اندازه اقدامات نه کوي. د پاکستان د حکومت په حواله پاکستاني طالبان د افغانستان په خاوره کې میشته دي.