1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عبدالغفارخان «باچا خان» شلم تلين په افغانستان او جرمني کې ولمانځل شو

۱۳۸۶ بهمن ۸, دوشنبه

په اسلام کې د عدم تشدد لارښود او د خدايي خدمتګار د تحريک د بڼست ايښودونکی خان عبدالغفار خان ٢٠ تلين د سلواغې په څلورمه په جلال اباد ښار او هم په جرمنی کې ولمانځل شو.

https://p.dw.com/p/DKBl
د ده په ټاټوبی کې يوه مياشت مخکې تشدد په جومات کې په سلگونو خلک مړه او ټپي کړل
د ده په ټاټوبی کې يوه مياشت مخکې تشدد په جومات کې په سلگونو خلک مړه او ټپي کړلانځور: AP

په جلال آباد کې د باچا خان د ټولنې مشر شان باچا شينواري پژواک خبري اژانس ته ويلی دی چې په دغه لمانځغونډه کې د لر او بر پښتنو ګڼ شمېر مشران او د باچاخان مينوالو ګډون کړى وو . د خدايي خدمتګار تحريک مشر خان عبدالغفارخان چې په باچاخان مشهور و، په ١٨٩٠ ميلادي کال کې د کوزې پښتونخوا (سرحد ايالت) د چارسدې په اشنغرکې زېږېدلى او په ١٩٨٨ ميلادي کال کې په حق ورسېد .
يادې شوې غونډې ته د پاکستان د پښتون محصلينو د فدراسيون ( پښتون سټوډنټس فيډرېشن) مشر بشير شېرپاو وويل چې باچا خان خپلو خلکو ته د خپلې خاورې او خپل اختيار فکر ورکړى و . هغه زياته کړه، تر څو چې ځوانان د باچاخان فکر او فلسفه خپله نه کړي نو د پښتنو د يو ځاى کېدو امکان نشته .
د افغانستان د اطلاعاتو او کولتور وزارت سلاکار نجيب منلي غونډې ته په خپله وينا کې وويل چې د باچاخان مبازره يواځې پښتنو پورې محدود نه وه ، بلکې ډېرو محکومو ملتونو ترې درس اخيستى دى .

د جرمني د بن په ښار کې د باچا د تلين په غونډه کې، چې په دغه ښار کې د افغانستان معلوماتي مرکز (افغانيک) لخوا رابلل شوی وه، ۲۰۰۸ کال د باچا خان د کال په نوم اعلان شو او د هېواد په دننه او بهر کې د رسنيو او کلتوري کړيو څخه هيله وشوه، چې سږ کال د باچا خان د ژوند او کارنامو او په اسلام کې د عدم تشدد په اړوند بيلابيلې خپرونې او څه ناڅه يوه خاصه خپرونه جوړه کړی. په جرمني کې د افغانستان د کولتوري وډې ټولنې ژمنه وکړه، چې سږ کال به د باچا خان د ژوند او مبارزې او په اسلام کې د عدم تشدد په هکله يو لوی سمينار جوړوی او دغه سمينار ته به د باچا خان په هکله په بهرنيو ژبو ليکل شوي لس کتابونه په پښتو ژباړله او خپوری.