1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د عراق د موصل ښار د هوایي ډگر نیولو له پاره جگړه

۱۳۹۵ اسفند ۵, پنجشنبه

د عراق حکومتي ځواکونو د موصل ښار د هوایي ډگر د نیولو له پاره پر عملیاتو لاس پورې کړی دی. خبریالانو رپوټ ورکړی دی چې ځمکنیو ځواکونو د هاوان او توپونو بریدونه پيل کړي او د جېټ الوتکو او څرخي الوتکو ملاتړ ورسره دی.

https://p.dw.com/p/2Y7pC
Irak Kampf um West-Mossul
انځور: Reuters

د فرانس پرس خبري آژانس خبریال رپوټ ورکړی دی چې د عراق ځواکونو چې پکښې د دغه هیواد وسله وال فدرالي پولیس او د کورنیو چارو وزارت ځانگړي ځواکونه شامل دي د موصل ښار د هوایي ډگر نیولو له پاره عملیات پیل کړي دي. جنگي جېټ او څرخي الوتکې د ځانگړو ځواکونو له پاره د ځمکنې لارې د خلاصولو له پاره په عملیاتو کې برخه لري.

د سیمه ایزې قوماندې مرکز چې دغه پوځي عملیات همغږي کوي، خبر ورکړی دی چې د ترهگرۍ ضد قطعات به د غزلاني پر پوځي اډې باندې برید وکړي، چې د موصل ښار هوایي ډگر ته څیرمه موقعیت لري.

د موصل هوایي ډگر چې د ښار په سویل لویدیځ کې پروت دی او اوسمهال کوم فعالیت نه لري د تندلارې ډلې «اسلامي دولت» یا داعش تر ولکې لاندې دی. خو دا خبره لا معلومه نه ده چې د داعش څومره جگړه مار له هوایي ډگر څخه دفاع کوي. امریکایي چارواکو د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې په ټوله کې شا او خوا ۲۰۰۰ د داعش وسله وال په موصل ښار کې دي.

ناڅرگند وضعیت

د پولیسو دوو چارواکو د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې ځواکونو د هوایي ډگر ځغاست لیکه نیولې ده او د داعش له اورپکو سره یې سخته جگړه رامنځ ته شوې ده. د عراق دولتي تلویزون د یوه پوځي استازي له قوله رپوټ ورکړی دی چې هوایي ډگر نیول شوی دی. ویل شوي دي چې په نزدې وخت کې به دغه ټول ځای د دوی تر کنترول لاندې راشي. خو د کومې آزادې سرچینې له لوري دغه ادعا نه ده تائید شوې.

د موصل ښار د نیولو له پاره عملیات د تیر میلادي کال د اکتوبر میاشتې په ۱۷ نېټه پېل شول. په دغه عملیاتو کې په زرونو سرتیري برخه لري. د عملیاتو د پیلیدو راهیسې د داعش وسله وال د ښار له ختیځي څنډې څخه پر شا تمبول شوي دي. د خپل موقعیت له کبله هوایي ډگر د لویدیځې لارې له پاره مهم گڼل کیږي.

د امریکایي عسکرو ونډه

د موصل ښار پر لور د پرمختگ له پاره امریکایي عسکر هم د عراقي ځواکونو د ملاتړ له پاره ونډه لري. امریکایي ډگروال جان دورین د چهارشنبې په ورځ له بغداد څخه د ویدیويي مطبوعاتي کنفرانس له لارې په واشنگټن کې خبریالانو ته وویل چې امریکایي ځانگړي قطعات چې په اصل کې په عراق کې د سلا مشورو له پاره دي «څو وارې تر بریدونو لاندې راغلي او دوی بیرته د هغو ځواب ورکړی دی.»

اوسمهال په عراق کې شا او خوا ۴۵۰ سرتیري دي، څو له عراقي ځواکونو سره د موصل ښار په لور د پرمختگ په برخه کې ملاتړ وکړي. خو د هغوی دنده یوازې سلا مشورې ورکول دي. د ډگروال جان دورین، په خبره ځیني امریکایي عسکر لومړۍ کرښې ته نزدې دي چې له ډوزو کولو څخه ډډه نه شي کیدای. هغه زیاته کړې ده: «ځیني مهال بریدونه کیږي او باور وکړئ چې زموږ ځواکونه د دې وړتیا لري چې له خپل ځان څخه پخپله دفاع وکړي.» خو هغه ویلي دي چې امریکایی ځواکونه هڅه کوي چې عسکر په داسې ځایونو کې ځای پر ځای کړې چیرې چې په جگړه کې د ښکیلتیا امکان کم وي.

د داعش اورپکو په ۲۰۱۴م کال کې د عراق یو شمیر سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې. د ۲۰۱۴م کال په جون میاشتې کې د موصل ښار تر نیولو لږ څه وروسته د دغې ډلې مشر ابوبکر البغدادي د عراق او سوریې په یوه برخه کې په خپل سر د «خلافت» اعلان وکړ.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (18.12.2016)