1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عراق ولایتي ټاکنې پیل شوې

نسیم صابر (آژانسونه)۱۳۹۲ فروردین ۳۱, شنبه

د عراق ولايتي ټاکنې د کلکو امنيتي تدابيرو په فضا کې پيل شوې. دا د ۲۰۱۱ کال په پای کې له دغه هېواد څخه د امريکايي ځواکونو تر وتلو ورسته لومړنۍ ټاکنې دي.

https://p.dw.com/p/18Jp6
انځور: AFP/Getty Images

د عراق حکومت له ترهګرو بريدونو څخه د وېرې له کبله د موټرو پر تګ راتګ باندې بنديز لګولی دی. له ۸۰۰۰ څخه زياتو کسانو د سيمه یيزو پارلمانونو پاتو ۳۷۸ څوکيو ته خپل ځانونه نومولي دي. د عراق په ۱۳،۸ میليونو مستحقو رايه ورکوونکو باندې غږ شوی دی چې خپلې رايې وکاروي. د رايه اچونې مرکزونه د عراق په وخت له غرمې وروسته تر پنځو بجو پورې پرانيستي دي.

د رشيد په نوم په يوه هوټل کې د سياستوالو او چارواکو له پاره يو ځانګړی انتخاباتي مرکز پرانيستل شوی وو ځکه چې د عادي وګړو په نسبت هغوی ته د بريدونو له کبله ډېر ګواښ متوجه دی. د حکومت پخواني موقتي مشر ابراهيم الجعفري، سهار وختي په دغه مرکز کې د لومړي کس په توګه خپله رايه وکاروله. د کردانو خپلواکمنو ولايتونو په سپتمبر مياشت کې د ټاکنو د تر سره کېدو اعلان کړی دی.

د پوهنتون يوه ۲۲ کلن محصل عبدالصاحب علي، د فرانسې خبري اژانس ته د بغداد په يوه انتخاباتي مرکز کې وويل: «زه ډېر وختي دلته راغلم ځکه چې ټاکنو ته سترګې په لار وم. زه فکر کوم چې د اوسنۍ ولايتي شورا ځينو غړو سم کار نه دی کړی.»

نوموړي زياته کړه چې امنيت تر ټولو لویه ستونزه ده چې د ولایتي شورا غړي باید د هغه د ښه توب له پاره کار وکړي. د دغو ټاکنو پر مهال سخت امنیتي تدابیر نیول شوي ول او رای ورکوونکو باید د خپلې رایې تر کارولو مخکې څو وارې تلاشي ورکړی وای.

عراقي امنيتي ځواکونو په سيمه کې ډېر حضور درلود. يوازې هغه موټر چې مخکې ورته اجازه ورکړل شوې وه، د عراق په سړکونو باندې ګرځېدل. د سختو امنيتي تدابيرو سره سره، ډېر بريدونه تر سره شول.

د عراق ولایتي ټاکنې له ډېر تاوتريخوالي سره مل تر سره شوې، ځکه چې په دې وروستيو کې ډېرې امنيتي پېښې رامنځ ته شوې وې. د پنجشنبې له ماښام راهيسې ۳۷ انسانان په بیلا بیلو بریدونو کې وژل شوي دي. ۲۷ تنه د بغداد په يوه سني مېشته سيمه کې پر يوې کافې باندې په بريد کې مړه شول.

د ولايتي ټاکنو ۱۴ نوماندان په انتخاباتي کمپاینونو کې وژل شوي دي. له ۱۸ ولايتونو څخه په شپږ ولايتونو کې انتخابات تر سره نه شول. ويل کيږي چې د ورکړل شويو رايو شمېرنه به څو ورځې دوام وکړي.