1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عراق په حله کې د مړيو شمېر لا پسې لوړ شوی دی

۱۳۸۵ اسفند ۱۶, چهارشنبه

د عراق په حله ښار کې په شعيه گانو باندې د يو ځانمرگي بريد په پايله کې د مړيو شمېر لا لوړ شوی دی. د ډاکترانو د څرگندونو له مخې لږ تر لږه 117 تنه مړه شوي دي.

https://p.dw.com/p/DKFA
دغه چاودنه د شعيه گانو د مذهبي عاشورا لمانځنو څخه يو څو ورځې وړاندې تر سره شوه
دغه چاودنه د شعيه گانو د مذهبي عاشورا لمانځنو څخه يو څو ورځې وړاندې تر سره شوهانځور: AP

دغه ښار ته ورڅېرمه دوو ځانوژونکو ځانونه د زيارت کونکو په يوه ډله کېوالوځول. تر 170 زيات کسان ژوبل شوي وو.
د عراق لومړي وزير نوري المالکي په توندلارو سنيانو باندې د دې بريد تور ولگاوه. د شنبې په ورځ د عاشورا تر لمانځنو پورې کېدای شي نور دا ډول پېښې رامنځ ته شي. په لسگونو زره زيارت کونکي دا مهال د کربلا ښار ته ورتلونکي دي.