1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عراق په پرتله به په افغانستان کي د اوباما دنده ډيره سخته وي

۱۳۸۸ فروردین ۲, یکشنبه

افغانانو تل د بهرنيو ځواکونو د تيري په وړاندي مقابله کړې. هغه که د لويي بريتانيې د ښکيلاک په وخت کي، که پر افغانستان باندي د شوروي اتحاد د يرغل په زمانه کي او يا اوس...

https://p.dw.com/p/HHFU
اوباما په کابل کي د امريکايي ځواکونو سره د ناري پر مهال
اوباما په کابل کي د امريکايي ځواکونو سره د ناري پر مهالانځور: AP

د امريکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما دا هيله لري چي په افغانستان کي د يوې نوي ستراتيژي طرحي سره چي غواړي د اسلامي تند لارو سره دي خبري وشي هغه تجربه د هندوکش په لمنه کي هم پلې کړي چي په عراق کي امریکایانو ورڅخه مثبته نتيجه اخيستې ده، خو په خپله اوباما هم په دې پوهيږي چي په افغانستان کي شرايط بل ډول دي او په افغانستان کي به دده دنده ډيره پیچلې او د ستونزو څخه ډکه وي .

د کارپوهانو په عقیده که څه هم په افغانستان کي به د امریکایانو له پاره اصلي ستونزه دا نه وي چي دوی د عراق په شان په مخامخ ډول سره د القاعدې د ډلي سره په جګړه کي شکېل وي. خو هلته به ددوی له پاره غټه ستونزه داوی چي څنګه سوله او ثبات راولي او څنګه به وسي کړای تر څو هغه حکومت پر خپلو پښو ودروي چي د امریکايانو او نورو بهرنيانو ملاتړ ورسره دی.

افغانانو تل د بهرنيو ځواکونو د تيري په وړاندي مقابله کړې. هغه که د لويي بريتانيې د ښکيلاک په وخت کي، که پر افغانستان باندي د شوروي اتحاد د يرغل په زمانه کي او يا اوس، ددغه باتوره ولس لويه برخه د هغه حکومت پر ضد هم مقاومت کوي چي د امریکایانو ملاتړ ورسره دی.

دکابل حکومت تر اوسه په دې ندی بریالی سوی چي په ټول افغانستان کي خپله اداره وچلوي. په عراق کي مخکي له دې چي امریکايي اتلافي ځواکونه دغه هیوا دته ورننوزي، صدام حسین هلته سم حکومت کاوه. خو په افغانستان کي تل د یوه باثباته مرکزي حکومت جوړول د ستونزو سره مخامخ و.

کار پوهان په دې نظر دي چي که په افغانستان کي د سولي له پاره د مخالفينو سره خبري کيږي نو د هغه چا سره دي وسي چي ستونزه پېښوي نه د هغه چا سره چي هغوی اوس هم د دولت سره اړيکي لري
کار پوهان په دې نظر دي چي که په افغانستان کي د سولي له پاره د مخالفينو سره خبري کيږي نو د هغه چا سره دي وسي چي ستونزه پېښوي نه د هغه چا سره چي هغوی اوس هم د دولت سره اړيکي لريانځور: AP / DW-Fotomontage

په2007 میلادي کال کي چي عراق ته دجورج ډبليو بوش په وخت کي ډير امریکايي عسکر واستول سول، د هغه هيواد ځيني سوني مذهبه قبايلي مشران د امریکايانو په مرسته د القاعدې دتند لارو پر ضد را پاڅيدل اوپه دې توګه د عراق د مرکزي حکومت پر ضد مقاومتونه لږ سول.

اوس اوباما هم غواړي چي په افغانستان کي د خپلي نوي ستراتيژي طرحي دپلي کولو څخه د مخه هلته 17000 نوی عسکر واستوي او په عيني وخت کي د منځ پلو طالبا نوسره د سولي د خبرو د امکانا تو څخه يادونه کیږي.

دا طرحه به یو د هغه امکاناتو څخه وي چي په افغانستان او يا د پاکستان په قبايلي سيمو کي د روانو لانجو د حل له پاره ورباندي خبري وسي. خو په خپله اوباما هم په دې پوهيږي چي د افغانستان شرايط له عراق سره ډير توپير لري.

په واشنګټن کي د افغانستان لوی سفير سيد جواد هم دا خره کوي چي که چيري د تندلارو ډلو سره خبري کیږي، نو ښه به داوی چي دغه خبري د افغانستان د حکومت له لاري وسي، او دا چي د عراق په شان به په افغانستان کي هم د ځینو قبايلي مشرانو په همکارۍ د طالبانو او القاعدې پر ضد د مبارزې امکانات وي او که څنګه په واشنګټن کي د افغانستان سفير وايي:

« د دېرش کلونو جګړو او په خاصه توګه دکورنیو جګړو په اوږدو کي په افغانستان کي داسي قبايلي مشران پاته نه سول چي دغه دنده په غاړه واخلي او په روان وخت کي د پخوانيو قبايلي مشرانو ځای جګړه سالارانو او د نشه يي توکو قاچاقبرانو نیولی دی.»

AFP / ضياالحق فضلي

کتونکی: زيارمل