د عراق پوځ له داعش څخه الحویجه ښار هم ونیو

د عراق پوځ اعلان کړی دی چې الحویجه ښار يې د داعش له جنګالیو پاک کړی دی. دغه ښار په عراق کې د داعش وروستی پوخ سنګر بلل کېدی. داعش اوس د عراق د لویدیځي څنډي په یوه ډیر کوچنۍ سیمه کې دي.

د عراق پوځ د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷م کال د اکتوبر پنځمه) د الحویجه ښار نیولی دی او«اسلامي دولت» یا داعش ډله یې په دغه هیواد کې له خپل پاخه سنګر څخه ایستلې ده.

د دې ښار په نیولو سره اوس داعش د عراق په لویدیځ کې له سوریې سر پر پوله په یوه ډیره کوچنۍ سیمه کې حضور لري.

د دغو پوځي عملیاتو قوماندان ډګر جنرال عبدالامیر یارالله، په یوه بیانیه کې ویلي دي چې عسکرو، پولیسو او ملیشه یي ځواکونو «د الحویجه ښار ټول مرکز آزاد کړی دی او خپل پرمختګ ته ادامه ورکوي.»

ملګري ملتونه اټکل کوي چې تیره میاشت د دغو پوځي عملیاتو له پیلیدو راهیسې شا او خوا ۱۲۵۰۰ کسان له دغه ښاره تښتیدلي دي. دغه سازمان د سه شنبې په ورځ ویلي ول چې ښایي اوس هم په دغه ښار کي ۷۸۰۰۰ انسانان پاته وي.

د الحویجه ښار د بغداد شمال ته په ۲۳۰ کیلومترۍ کې پروت دی. په ۲۰۰۳م کال کې د امریکا متحدو ایالاتو تر نظامي مداخلې وروسته دغه سیمه د یاغیانو پوخ سنګر گرځېدلی وو. دغه ځای ته د «عراق کندهار» هم ویل کید.

په سیمه کې موجودو خبریالانو داسې ډیر انځورونه خپاره کړي دي چې د داعش جګړه مار، عراقي ځواکونو ته تسلیمیږي.

زموږ له ارشيف څخه:

د دښمن څارل

دښمن همدلته باید وي. کردې جنګیالۍ حسیبه نوزاد د یوه دوربین له لاري موصل ښار ته نژدې پر هغه سرحد نظر اچوي چې دغه کردي سیمه د داعش تر کنترول لاندي سیمو څخه جلا کوي. کردي جنګیالي د عراق پوځ سره یوځای د پرمختګ په حال کې دي.

د مقاومت په لومړۍ لیکه کې

دښمن لیدل شوی اوس باید پرې ډزونه وشي. حیسبه نوزاد د خپلې ایزیدۍ همکاري عاصمه داهر او نورو همکارانو سره د داعش ډلي ترهګر په نخښه کوي. دښمن ته یوازې د هوا له لاري ماته نه شي ورکول کیدای. له دې کبله کردۍ او ایزیدۍ ښځې هم د ځمکني مقاومت په لومړۍ لیکه کې شاملې دي.

په ښه توګه لیدل باید وکولای شي

په دقیقه توګه د په نخښه کولو له پاره په ښه توګه لیدل اړین دي. له همدې امله ویښتان هم باید ښه ټول شي. حسیبه هم خپل ویښتان چوټي کوي. دغه «پوځي مود» چې د لویدیځ مجلې ورته کله کله د خوند له پاره په خپلو ګڼو کې ځای ورکوي په عراق او سوریه کې یو دردونکي حقیقت منعکسوي.

وفادار ملګری

عاصمه داهر، په جګړه کې د دمې پر وخت. له هغې سره یو سور خیرسک ورسره دی. دا ښايي د هغې له پاره د ۲۰۱۴م کال تر یرغل د مخه د سوله ایز وخت یو سمبول وي چې د داعش ډلې د برید وروسته پای ته ورسید. دا د ډیرو ایزیدۍ میرمنو له پاره د کړاونو او خپلو کورنیو او د هغه څه له لاسه ورکولو د وخت پیل وو چې پر دوی ګران وو.

تېښته

د افراطي ډلي «اسلامي دولت» (داعش) جنګیالو پر کمزورو هم رحم ونه کړ. د ۲۰۱۴م کال په دوبي کې په زرونو کسان تیښتې ته اړ خو په بې رحمه ډول تعقیب شول. د یوه سپين ږيري سړي او د ده سره د ملو ښځو دغه انځور دوه کاله ترمخه په ټوله نړۍ کې د ایزیدانو د کړاو په یوه سبمول واوښت.

جنایت او ذهني تکان

دغه ایزیدۍ نجلنۍ نه غواړي خپله څیره وښيي. د ۲۰۱۴م کال په دوبي کې دا وتښتول شوه او په زور یوه جنګیالي ته واده شوه. دوې میاشتې وروسته دغه ۱۵کلنه په تېښته بریالۍ شوه. اوس دا له خپلې کورنۍ سره ده او د هغه څه په اړه کیسې کوي چې د ویلو وړ نه دي.

تر جګړې وروسته

افراطيانو د سوریې شمالي ښار عین العرب چې د ترکیې پر سرحد پروت دی، څو میاشتي کلابند کړی وو. دغلته کردانو سخت مقاومت وکړ او په پای کې یې د امریکا په مشرتوب ائتلاف د هوايي بریدونو په مټ بری ترلاسه کړ. خو دغه جګړو ښار له خاورو سره خاورې کړ.

موږ ډیر پياوړي یوو

داعش د هر هغه چا ضد ده چې ایډیالوژي یې نه مني. دغه ډله د تقسیم په اصل عمل کوي او هڅه کوي بیلا بیل مذهبونه او نژادي لږکۍ یو د بل پر ضد وپاروي. خو دوی تل نه کامیابیږي. کردي او ایزیدي ښځي ژورې ملګرتیاوې لري او دغه ډله یې په دې توګه په سمبولیک ډول ماته کړې ده.

د آزادۍ جاده

داعش لا له پوځي اړخه ماته نه ده خوړلې. د عراق او سوریې ډیري سیمې یې اوس هم په ولکه کې دي. کرداني او ایزیدانې به هم خپلې جګړې ته دوام ورکوي. خو دوی ترهګرو ته یو سبق هم ور زده کړی هغه دا چې ښځي په هیڅ صورت هم مریاني نه دي.