1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عراق کرارۍ د اوباما په سياست کي بدلون راوستلی

۱۳۸۷ تیر ۱۴, جمعه

موږ بايد اوس خپل ځواکونه د عراق څخه ونه باسو ځکه چي د تيرو مياشتو برياليتوبونه به له خطر سره مخامخ سي.

https://p.dw.com/p/EWWK
د امريکا د جمهوري رياست لپاره د ديموکرات ګوند کانديد بارک اوباما
د امريکا د جمهوري رياست لپاره د ديموکرات ګوند کانديد بارک اوباماانځور: AP

بارک اوباما په لومړي سر کي نه غوښته چي د امریکا د بیرق نښان پر خپله سینه ووهي. او ويل يي چي د غه د پلرني ټاټوبي سره د ميني و دې تش سمبول ته ضرورت نلري. خو اوس په دې کي بدلون راغلی دی. د ژورناليستانو د ډيرو پوښتنو، او د ورځپاڼو د غوصه ناکو او خوشحالۍ څخه د ډکو تبصرو وروسته، بارک اوباما خپل نظر ته تغير ورکړی. هغه اوس پر خپله کورتۍ باندي د امريکا د بيرغ نښان وهلی دی.

دغه پر شاتګ له سياسي پلوه مهم نه دی. دغه شیان هغه وخت ارزښت پیدا کوي چي ډير زيات سي. خو اوس د بارک اوباما په اړه چي د بدلونونو، پاکۍ او صادقانه سياست لپاره تبليغ کوي شکونه ډير سوي دي. د مثال په توګه د عراق جګړه.

امريکايي ځواکونه په عراق کي د ګزمې پر مهال
امريکايي ځواکونه په عراق کي د ګزمې پر مهالانځور: AP

اوباما وایی: « زموږ د امنيت د ساتني او پر عراقي رهبرانو باندي د فشار راوړلو لپاره يوه ډيره ښه لاره داده ترڅو هغوی خپلي کورنۍ جګړۍ بندي کړي، چی ژر خپل پوځي ځوکونه له هغه هیواده څخه را وباسو. نه لومړی په6 مياشتو يا يو کال کي، بلکي اوس سمدلاسه.»

د امريکايي ځواکونو ايستل د16 مياشتو په ترڅ کي دا د اوباما پلان و. د امريکا د ديموکرات ګوند کانديد بالکل په عراق کي د امريکايي ځواکونو د لا ډيرولو برخلاف و. خو اوس په هغه هيواد کي بريدونه او د هغوی قربانيان لږ سوي دي. او اوس په سياسي برخه کي هم کوچني پرمختګونه ليدل کيږي. ځکه نو اوباما اوس تر فشار لاندي راغلی دی.

د امريکايي د جمهوري رياست لپاره د جمهوريت غوښتونکو د ګوند کانديد جان مک کين په عراق کي د امريکايي ځواکونو د ليدو پر مهال
د امريکايي د جمهوري رياست لپاره د جمهوريت غوښتونکو د ګوند کانديد جان مک کين په عراق کي د امريکايي ځواکونو د ليدو پر مهالانځور: AP

د هغه سياسي رقيب جان مک کين د زياتو امريکايي ځواکونو د لېږلو پلوي دی. طبعاً چي اوس هغه ویاړي او وايي چي زما ستراتيژي سمه وه او موږ بايد اوس خپل ځواکونه د عراق څخه ونه باسو ځکه چي د تيرو مياشتو برياليتوبونه به له خطر سره مخامخ سي.

اوباما او د هغه ګوند اوس په يوازي توګه د 16 مياشتو په ترڅ کي د امريکايي پوځيانو د ايستلو سره تبليغ نه کوي. هغه وايي:« وروسته له هغه چي موږ په بې احتياطي سره په عراق ور ننوتو، اوس موږ بايد چي عراق په احتیاط سره پريږدو. خو موږ بايد په ايستلو پيل وکړو.»

خو په دې اړه چي د ايستلو لړۍ به څه وخت پای ته رسيږي یوه کلمه خبره يي هم نه ده کړې.

بله موضوع: د ټاکنو د کمپاین مالي لګښت دی په مياشتو میاشتو داسي ويلي وه چي هغه به د سپتمبر د مياشتي له پيل څخه د خپل انتخاباتي کمپاين د تمويل لپاره له عامه پيسو څخه استفاده وکړي. په دې خاطر چي، د شخصي پيسو کانديدان د غوښتنو په عملي کولو کي ښکاره اغېزه لري. اوس دا هم ويل کيږي چي، اوباما اوس هم هڅه کوي چي هغه ته رايي ورکونکي د هغه مبارزاتي کمپاين تمويل کړي. اوباما وایی: « د دې پر ځای چي د اتحاديو و پيسو ته اړ سو، تاسي رايي ورکونکي زموږ د ټاکنو مبارزه تمويل کړی.»