1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د عربستان خلک ايران خپل لومړی دښمن گڼي»

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۲۰, چهارشنبه

د يوې نظر پوښتني له مخي، د عربستان ډېر اوسېدونکي ايران او داعش خپل هيواد ته تر ټولو ستر گواښ گڼي او له اسرائيلو سره د «عربو د سولي طرح» غوښتونکي دي. په سلو کي يوازي ۱۸ ئې وايي چي اسرائيل ئې اصلي دښمن دئ.

https://p.dw.com/p/1FeKW
انځور: picture-alliance/dpa/P. Grimm

اسرائيل او سعودي عربستان له لسونو کلونو راهيسي يو د بل دښمن بلل کيږي. د دغو دوو هيوادونو ترمنځ ديپلوماتکي اړيکي هم نه سته.

خو د يوې نظر پوښتني له مخي چي د اسرائيلو د «هرتزليا» د مطالعاتو مرکز او په امريکا کي د ويسکانسين- ميلواکي پوهنتون په گډه ترسره کړې ده، د سعودي عربستان ۵۳ سلنه وگړي اسرائيل نه، بلکي ايران د خپل هيواد له پاره ستر گواښ گڼي.

د سعودي عربستان د ډېرو اوسېدونکو له پاره افراطي ډله «اسلامي دولت» (داعش) خپل د هيواد له پاره تر ټولو ستر گواښ بولي. په دغه نظر پوښتنه کي چي ۵۰۶ کسان پوښتل سوي دي، په سلو کي نزدې ۲۲ سلنه ئې داعش د خپل هيواد له پاره خطر گڼلی دئ.

د سعودي عربستان په سلو کي ۱۸ کسانو بيا ويلي دي چي اسرائيل ئې ستر دښمن دئ. دغه راز په دغه نظر پوښتنه کي د پوښتل سوو کسانو ډېرو ئې ويلي دي چي که ايران اټومي وسلو ته لاس رسی پيدا کړي، سعودي عربستان ئې هم بايد ولري.

د پردې تر شا همکاري

د «هرتزليا» د مطالعاتو په مرکز کي د سياست او ستراتيژيو د انستيتوت مدير آلکس مينتس، وايي چي دغه نظر پوښتنه بل څه ښيي: «هغه فکر چي موږ ئې په اسرائيلو کي د عربستان په اړه لرو، په رشتيا هغه څه نه دي لکه دوی چي دي. ډېر گډ گواښونه، علائق او هدفونو سته او ځيني سعوديان حتی دې ته ليواله دي چي موږ بايد متحد وجنگيږو.»

آلکس مينتس ټينگار کړی دئ چي د دغي نظر پوښتني پرمهال په تليفوني مکالمو کي پوښتل سوو ته دا نه دي ويلي چي دوی اسرائيليان دي.

که څه هم چي ويل کيږي دغه دواړه هيوادونه يو د بل دښمنان دي، خو په دې وروستيو کلونو کي سره نژدې سوي دي او د پردې تر شا همکاري سره کوي.

د بلومبرگ خبري شبکې د راپور له مخي د ۲۰۱۴م کال له پيل راهيسي د سعودي عربستان او اسرائيلو ديپلوماتانو تر اوسه پوري پنځه واري سره ليدلي او پټي خبري اتري ئې لرلې. ويل کيږي چي د دغو ليدنو کتنو موخه په سيمه کي د ايران د نفوذ د ډېرېدو مخنيوی دئ.

آيا د ايران اټومي موضوع د اسرائيلو او عربو د سولي سبب کيږي؟

دغه راز په دغه نظر پوښتنه کي په سلو کي ۸۵ سلنه پوښتل سوو ويلي دي چي د «عربو د سولي طرحه» سره موافق دي. دغه طرحه په ۲۰۰۲م کال کي عربو وړاندي کړې ده.

د عربي ټولني له خوا د سولي په وړاندي سوې طرحه کي دا وړاند وينه هم سوې ده چي اسرائيل دي له هغو سيمو څخه پر شا سي چي په ۱۹۶۷م کال کي ئې اشغال کړي دي. په دغه طرحه کي وړانديز سوی دئ چي له دغو سيمو څخه د اسرائيلو له پر شا کېدو سره دي سوله ور سره وسي.

خو په اسرائيلو کي د دغي طرحي هرکلي نه وسو. ايسنا خبري آژانس د «الشرق الاوسط» ورځپاڼي په حواله ليکلي دي چي د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتانياهو ويلي دي: «د عربو د سولي طرحه چي ۱۳ کاله دمخه جوړه سوې ده، نور له سيمه ييزو تحولاتو سره سر نه خوري.»

دغه نظر پوښته د روان ميلادي کال په می مياشت کي په دوو اونيو کي ترسره سوې وه.