1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عربستان پاچا امريکا ته نه ځي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۱, دوشنبه

د عربستان پاچا ملک سلمان د يمن د کړکېچ په خاطر د امريکا او فارس خليج هيوادونو د همکارۍ شورا په امنيتي غونډه کي له برخي اخيستني څخه ډډه کړې ده. په پلان کي ده چي د عربستان وليعهد به په دغه غونډه کي گډون وکړي.

https://p.dw.com/p/1FO4J
انځور: picture alliance/dpa/str

د آلمان خبري آژانس د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی دئ، چي د عربستان پاچا ملک سلمان به د امریکا او فارس خليج هيوادونو د همکارۍ شورا په امنيتي غونډه کي گډون ونه کړي. د دې دليل د يمن کړکېچ او احتمالي اوربند ښوول سوی دئ.

د عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل الجبير د يکشنبې په ورځ اعلان کړی دئ، چي په يمن کي د پنځه ورځني اوربند او د ملک سلمان د خيره مرکز پرانيستل ددې سبب سوي دي چي پاچا دي د ديويد کمپ په امنيتي غونډه کي گډون ونه کړي.

په پام کي ده چي په يمن کي به اوربند له سه شنبې ورځي پيل سي. د دغه اوربند موخه په يمن کي ملکيانو ته مرسته رسول دي.

په دغه امنيتي غونډه کي چي په پلان کي ده په ديويد کمپ کي به د پنجشنبې په ورځ جوړه سي د ملک سلمان پرځای به د عربستان د ديپلوماتيک هيئت مشرتوب وليعهد محمد بن نايف وکړي.

د پلان له مخي به د فارس جليج هيوادونو د همکاريو شورا مشران د چهارشنبې په ورځ واشنگټن ته ورسږي او جمهور رئيس اوباما به ئې هرهکلی وکړي.

په پام کي وه چي ملک سلمان به د دغي غونډي په څنډه کي له اوباما سره ليده کاته ولري او پر دوو اړخيزو موضوعاتو باندي به سره وږغيږي. امريکا په دې وروستيو اونيو کي په يمن کي د هوايي يرغلونو د بندېدو غوښتنه کړې وه.

د ديويد کمپ غونډي مهمه موضوع به د امريکا او فارس خليج هيوادونو د همکارۍ شورا تر منځ د همکاريو ټينگول وي.