1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عربي لیگ غونډه د نامعلومې مودې له پاره ځنډیدلې ده

۱۳۹۱ مرداد ۲۳, دوشنبه
https://p.dw.com/p/15oZf

د سوریې د کړکیچ په اړه د عربي لیگ د بهرنیو چارو د وزیرانو رابلل شوې غونډه د نامعلومې مودې له پاره ځڼدول شوې ده. په پام کې وه چې په دغه غونډه کې به د سورې له پاره د ملگرو ملتونو او عربي لیگ د ځانگړي استازي کوفي عنان تر استعفی وروسته د هغه د ځای ناستي په اړه خبرې اترې شوې وای. عنان د روانې میاشتې په سر کې د خپلې استعفی اعلان کړی وو.

په عین حال کې د حلب په ښار کې د دولتي ځواکونو له لوري پر یاغیانو باندې د بریدونو د ادامې رپوټونه ورکړل شوي دي، په داسې حال کې چې دواړې خواوې پر یو بل د جنگي جرمونو تورونه پورې کوي. د مخالفینو په وینا د دولت پلوي ملیشې په مرکزي ښار حمص کې لس ملکي کسان اعدام کړي دي. د سوریې دولتي خبري آژانس صنعا، بیا خبر ورکړی دئ چې د دولت یو مامور په دغه ښار کې وژل شوی دئ.