1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عربي نړۍ د کړيکچ په وړاندي د اروپا د اتحاديي دريځ

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۲, پنجشنبه

د اروپايي اتحاديي د بهرنيو چارو مسووله کاترين اشتون د اتحاديي په يوه پارلماني غوڼده کي وويل: « په عربي نړۍ کي د يموکراسي ته رسيدل اسان مزل نه دی. ښايي له ډيرو ستونزو او کړاونو سره مخامخ سو

https://p.dw.com/p/11E7a
د اروپا د اتحادیی د بهرنیو چارو مسووله
د اروپا د اتحادیی د بهرنیو چارو مسوولهانځور: AP

د عربي نړۍ او شمالي افريقا کړکيچ او دغه راز د منځني ختيځ د سولي پروسه د اروپا د اتحاديي د يوې ځانګړي غونډي مهم موضوعات ؤ. ددغه اتحاديي د بهرنيو چارو مسوولي، کاترين اشتون د پارلماني استازو تر نيوکو لاندي راغله، چي په دغولانجو کي يي ښکاره دريځ نه دی نيولی.

کاترين اشتون دغو نيوکو ته په ځواب کي وويل: «په اروپا کي تجربي موږ ته ښودلې ده چي رښتينې ديموکراسي د زغم، سولي او سوکالۍ اړين بنسټ دی. په شمالي افريقا او عربي نړۍ کي دغه هدف په آسانۍ سره او پرته له ماتو څخه لاس ته راتلای نه سي. خو د يوې ټينګي ديموکراسۍ جوړيدل يوازينۍ لاره ده چي سړی دغه هدف ته ورسيږي. زموږ تجربه ده، هر هغه هيواد چي موږ ته په دې لاره کي د مرستي لاس اوږد کړي، د ديموکراسۍ پر لور موږ ور سره مرسته کوو.»

په ليبيا کي دغي لاري ته رسيدل ښايي په خاصه توګه سونزمنه وي. د ليبيا د کورنۍ جګړې په دغه تت او تياره وضعيت کي د اروپا د اتحاديي د بهرنيو چارو مسوولي، کاترين اشتون، په بنغازي کي چي د ياغيانو مرکز دی د يو نوي دفتر د پرانيستلو اعلان وکړی. په دې سره اروپايي ټولنه غواړي، چي د ياغيانو موقتي شورا په رسميت وپيژني.

د اروپا په پارلمان کي د سوسياليستانو د ډلي مشر مارتين شولڅ په دې نظر دی چي د ليبيا په لانجه کي يو شمېر هيوادونو د اروپا د اتحاديي په پرتله خپل اعتبار ته زيات تاوان ورساوه.

«آلمان، فرانسه، برتانيه، ايتاليا او بلجيم د قذافي د رژيم ځواکونو ته د وسلو اصلي استونکي دي، همدغه ځواکونه دي چي د ياغيانو پر ضد جنګيږي. دا هغه يو اعتبار نه دي چي د اروپا اتحاديه دي ورته اړتيا ولري.»

د اروپا د اتحاديي د بهرنيو چارو مسوولي د اروپا پارلمان ته په خپلي وينا کي د منځني ختيځ وضعيت او د فلسطينيانو د دوډلو الفتح او حماس تر منځ وروستۍ روغي جوړي ته اشاره وکړه او ويې ويل، چي دغه روغه جوړه له اسراييلو سره د سولي د خبرو اترو لپاره يو چانس دی.

«زما مقصد دا دی چي اسراييل د مالياتو له درکه لاس ته راغلي عايدات چي د فلسطينيانو حق دی، بايد هغوی ته ورکړي. د حماس په وړاندي زموږ دريځ کي بدلون نه دی راغلئ. د اسراييلو امنيت زموږ لپاره کليدي اهميت لري

د اروپا اتحاديه حماس د يو ترهګر سازمان په توګه پيژني او له هغه څخه غواړي چي د اسراييلو د شته والي حق باندي اعتراف وکړي او سياسي هدفونو ته د رسيدو لپاره له زور زياتيو څخه لاس واخلي.

په خاصه توګه په سوريه کي وضعيت ناخوال دی. په دې اړه د اروپا اتحاديي د بشارالاسد د رژ يم د مشرۍ او د هغه د کورنيو په 13 غړو باندي بنديزونه ولګول، خو نه پر ولسمشراسد باندي.

د اروپا په پارلمان کي د ليبرال د ډلي مشر، ګوي فرهوفشتات بشارالاسد د نړي د ډيرو «بيرحمو ديکتاتورانو» له جملي څخه وګاڼه او د اروپا د اتحاديي نوموړي بنديزونه يي چي د هغه د رژيم يوازي پر څو محدودو کسانو لګول سوي، د «ملنډو» په توګه ياد کړل.

خو د اروپا په پارلمان کي ډيرو نورو استازو د مېرمن اشتون څخه دفاع وکړه. هغوی وويل د دغي اتحاديې د بهرنيو چارو د مسوولي په توګه هغي بايد د 27 غړو هيوادونو ترمنځ د سوريې په وړاندي د يو ګډ دريځ نيولو په مقصد تفاهم رامنځ ته کړی وای. د دغي اتحاديي يوازي يو هيواد کفايت کوي چي په خپلي رايي سره د بنديزونو مخه ونيسي.

کريستوف اسلبخ/ عبدالباري حکيم

کتونکي: بريښنا صابر