1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عربې نړې پر ضد توطئه؟

ARD/ عبدالباري حکیم۱۳۹۴ فروردین ۲۸, جمعه

په غزه کې فلسطینیان د داعش ترهگري ډلي او د دغي ډلي له خوا د سورېې په یرموک کې د فلسطیني کډوالو د کمپ نیولو ته په اشارې سره د یوې «توطئې له تیوري» څخه خبري کوي. ډيري باور لري چې داعش د لویدیځ له خوا رهبري کیږي.

https://p.dw.com/p/1FABn
انځور: Reuters/Stringer

د آلمان د لومړي راډيويي تلویزیوني چینل «ARD» له پاره لویدیځ خبریال سبستیان انگلبریشت د غزې په بازارونو کې د عامه خلکو سره له نژدې خبري کړي او د نوموړې موضوع په هکله دغه راپورتاژ رالیږی دی:

د سهار پر څلور بجو په یو ډير لوړ آذان سره د غزې په یو ډيرعصري هوتل کې مېلمانه د لمانځه له پاره راویښيږي.د هوتل له کړکې څخه د مدیترانې د ساحل په څنډه کې د الخلدي یو نوی جامع جومات چې ډير ښکلی جوړ شوی او دوه لوړ منارونه لري، له ورایه ښکاري. د هغه نیغ په نیغ گاونډیتوب کې یوه بله نړې ښکاري: د بریښنا د تولید یوه دستگاه او د اسرائیلو د اشکیلون د ښار بندر.

دغه مسجد او هوتل د هغو ودانیو له جملې څخه دی چې د ۲۰۱۴م کال په جگړه کې ويجاړ نه سو. دغه راز د غزې په ښار کې د «روتس» په نامه یو لوی سالون هم له اسرائیلي بمونو بچ پاته شوی. دلته د غزې شتمن خلک د کافی، چای او چلم څکلولو له پاره راټولیږي او بانډار کوي. سر بیره پر دې دلته «کرلیا رویال لکسري» (Karelia Royal Luxury)نومی سیگار هم څکول کیږي چې په «ډيره لوړه عصری سویه» د شتمنو خلکو د تفریحي وخت له پاره تولیدیږي.

د اسرائیلو ضد جگړې، په سوریه او عراق کي د خونړیو پیښو او د غزې په گاونډیتوب کې د مصر په سینا او سوریه کې د داعش د پرمختگ سره سره په غزه کې ژوند دوام لري. که چیري سړی د ورځپاڼو په رپوټوو باندي باور وکړي نو د داعش پلویان چې په عراق او سوریه کې «اسلامي خلافت» اعلان کړی، پلویان حتې په غزه کې هم شته. د داعش ملیشو د اپریل په سر کې دمشق ته څيرمه د فلسطیني کډوالو کمپ ونیو او د مختلفو فلسطیني ډلو نارینه یې په قتل ورسول. په هغو کې لږ تر لږه د حماس یو استازی هم شامل دی. هغوی ښځي او نارینه اختطاف کړي دي. دا چې له هغو سره څه شوي لا تراوسه معلومه نه ده. اسراء میجداد چې یوه ۲۵ کلنه ځوانه فلسطینۍ ده په یرموک کې د فلسطینیانو د درد او رنځ په هکله تل فکر کوي:

«د هغوی او زمونږ برخه لیک یو دی. هغوی هم مهاجر دي. زه هم مهاجره یم - که په فلسطین کې ده او که په بهر کي. موږ دلته په غزه کې د حملو شاهدان وو. ما دلته درې جگړې په سترگو ولیدلې. هغوی هم له همداسي یوه څه سره مخامخ دي: د هغوی پر سرپناوو باندي حملې شوي دي- هغوی امن نه لري.»

«موږ پوښتنه کوو چې داعش ډله څرنگه پیدا شوه»

د اسراء تر څنگ د هغې ۲۴ کلنه د تره لور هم ناسته ده. د هغې نوم هم اسراء او کورنی نوم یې المدلل دی. هغې هم سور پوړنې پر سر کړی دی. هغې په انگلستان کې زده کړي کړي دي. پخوا د حماس سازمان ویانده وه او کله چې له دې کار څخه گوښه شوه، اوس د یوې تلویزوني خپروني د وړاندي کونکي په توگه کار کوي. اسراء المدلل د «اسلامي دولت» نومې ډلې څخه چې د مسلمانانو په مینځ کې په خپل عربی مخفف «داعش» مشهوره شوې ده، کرکه لري او په ډيره غوسه يې په هکله خبري کوی:

«هغوی مسلمانان ووژل، مسلمانان وژني او دې عمل ته دوام ورکوي. موږ ټول، نه یوازي لویدیځ ولسونه، له امریکايي سیاست څخه پوښتنه کوو: دا ډله څرنگه راپیدا شوه. موږ ټولو ته په بشپړه توگه البته ښکاره ده.»

د اسراء المدلل له دې خبرې څخه چې په «پشپړه توگه ښکاره» ده، هدف دا دی چې «داعش د امریکا متحدو ایالاتو» په مرسته پیدا شوې ده او اوس د لویدیځ له خوا رهبري کیږي.

د توطئې دغه تیوري په ټوله غزه کې عمومیت لري، کله څوک پرې ښکاره خبري کوي، کله هم په رمز کې: پر سړک او کوڅو او په چایخانو او حتي د سیاستوالو په دفترونو کې هم. احمد یوسف یو وخت په غزه کې د حماس حکومت د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال وو. وروسته يې بیا د لومړي وزیر د مشاور په توگه کار کاوه. اوس هغه د «شخړو د حل او حکومتی چارو انستیتوت » چې یو څېړنیز مرکز دی او له حماس سره نژدې تړاو لري، مشرتوب کوي. د دغه مرکز عربي نوم «بیت الحکمه» دی. د دغه مرکز په یو دفتر کې چې د لرگو په درنو چوکيو سره مجهز دی او دیوالونو ته یېی هم لرگي نیول شوي دي، احمد یوسف ناست دی. د هغه پرخړي دریشي د الاقصی مسجد یو نښان چې د بیت المقدس سمبول گڼل کیږي، ټومبل شوی دی:

«ځیني گټي د دی هدف له پاره دي چې عربانو او مسلمانان یو د بل پر ضد نښتو ته دوام ورکړي، څو هغوی ضعیف شي. ځیني قوتونه شته چې غواړي ایرانیان د سورېې د پیښو له لاري ضعیف کړي. او ایران مداخله کوي چې د سورېې د رژیم ملاتړ وکړي، هغه څه چې هغوی یې باید ونه کړي، ځکه هغه بې رحمه رژیم او اسد هم یو دیکتاتور دی. خو ایران په دې شخړه کې هم لاس لري. له بلې خوا د اروپایانو، امریکایانو او عربانو په اړخ کې ځینی قوتونه شته چې غواړي ایران ضعیفه کړي.»

دغسی خبري د نوسیرت په بازار کې هم اوریدل کیږي، چې د غزې تراډي په مرکز کې د فلسطیني کډوالو یو کمپ هم شته. ډيری اوسیدونکي يې بې وزله خلک دي، حتی زړي او پینه چپلکي يې په پښو دي. په کوچنیو کراچیو کې زاړه پیچونه، د فوتبال پلاستیکي توپونه او د ږیرې خریلو پاکۍ او نور زاړه شیان پلورل کیږي. خو دير لږ خلک د دې توان نه لري، چې یو څه واخلي.

۳۷ کلن رامي جبار په نوسیرت کې د ښځو جامې پلوري. د سورېې په یرموک کې د فلسطینینانو د برخه لیک په هکله رامي جبار حیرانتیا نه څرگندوي: «دوی زموږ ورونه دي. هغه څه چې هلته پیښیږي، د فلسطینی ولس پر ضد یوه توطئه ده.»

یوه د هغو لږ کسانو څخه چې نه غواړي د یوی توطئی له لاری د منحني ختیځ وضعیت روښانه کړي، حباب جیهه ده چې د ښځو د مود د یوه دکان په مخکي ولاړه ده. هغه وايي چې دلته په نوسیرت سیمه کې د یرموک د کمپ د فلسطينيانو له پاره مظاهرې وشوي: «موږ یو څه کولای شو. لږ تر لږ چې سړکونو ته ووځو او مظاهرې وکړو. حتې که چپه خوله مظاهره هم وي، بده به نه وي.»