1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «عشق رسول ورځ» په تاوتريخوالي واوښته

۱۳۹۱ مهر ۱, شنبه

په پاکستان کې د جمعې تر لمانځه وروسته د سلګونو زرو انسانانو په احتجاج کي لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي دي. دغه احتجاجونه د «يوم عشق رسول» په ترڅ کې شوي ول چي مقصد ئې د اسلام ضد فلم پر خلاف غږ پورته کول وو.

https://p.dw.com/p/16CcZ
انځور: dapd

د «يوم عشق رسول» په نوم ورځې لمانځله د پاکستان د حکومت له خوا د تیرې جمعې په ورځ  پلان شوې وه. د پاکستان بېلابيلو ګوندونو او ټولنو هم په دغه ورځ د احتجاج له پاره بلنه ورکړې وه. د اسلامپاله ډلو تر څنگ یو شمیر نورو ډلو هم د احتجاجونو له پاره غږ پورته کړی وو.

د جمعې تر لمانځه وروسته په ترسره شوو احتجاجونو کې د تاوتريخوالي پيښې هم رامنځ ته شوې. په دغو پيښو کي لږ تر لږه ۱۹ انسانان ووژل شول او تر سلو څخه زيات نور کسان ژوبل شول.

د تاوتریخوالي تر ټولو جدي پېښې د پاکستان په بندري او لوی ښار کراچۍ کي د احتجاج کوونکو او امنيتي چارواکو تر منځ د نښتو په ترڅ کې رامنځ ته شوې. لاریون کوونکو په دغه ښار کي يو شمېر سېنماگانو او موټرونو ته اور واچوه. د چارواکو په وينا د مظاهره کوونکو له خوا په ډزو کې يو پوليس هم وژل شوی دئ.

په کراچۍ ښار کې اصلي تاوتريخوالی هغه وخت پیل شو چې مظاهره کوونکو هڅه وکړه چې د امريکا جنرال کونسلګرۍ ته ځان ورسوي. خو د دغي کونسلګرۍ لارې د پاکستاني امنيتي چارواکو له خوا بندې کړل سوې وې. پر هغو لارو چې د متحده ایالاتو کونسلګرۍ ته رسیږي د پوليسو او مظاهره کوونکو تر منځ په اخ و ډب کې ټول ټال ۱۲ انسانان ووژل شول.

د پاکستان د خيبر پښتونخوا په ايالتي مرکز پېښور کې هم لاریون کوونکو سېنماگانو ته اور اچولی دئ. په دغه ښار کې هم لږ تر لږه درې انسانان وژل شوي دي. په وژل شوو کسانو کې د پاکستاني تلويزيون يو کارکوونکی هم شامل دئ چې د پوليسو له خوا په ډزو وژل شوی دئ.

يو شمېر شنوونکو د رامنځ ته شوي تاوتریخوالي پړه د پاکستان پر حکومت باندې اچولې ده. هغوی پر پاکستاني حکومت تور لګوي چي د «يوم عشق رسول» له اعلانولو سره ئې دغو احتجاجونو ته لاره هواره کړه. د پاکستاني ژورنالستانو له خوا په يو شمېر انټرنټي بلاګونو کې ليکل شوي دي چې د « پاکستان حکمران پيپلز ګوند غواړي چې رانزدې سوو پارلماني ټاکنو ته د ځان په گټه د اسلامپالو رايي وگټي.»

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هیلري کلنټن، له پاکستان څخه مننه کړې ده چي په دغه هیواد کي ئې د متحده ایالاتو د کونسلگریو او سفارت امنیت په ښه شان ټینگ کړی دئ.

آژانسونه/ احمدولي اچکزی
کتونکی: مسعود جهش