1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عشق لاريون په وير بدل سو

۱۳۸۹ مرداد ۳, یکشنبه

پرون ماښام ناوختي په آلمان کي د Love Parede په نامه د خوښي او خوشحالي يوه کلني لمانځنه د ناڅاپي ازدحام له امله چي لږ تر لږ 19 کسانو د وژل کيدو او څه د پاسه 340 تنو نورو د ټپي کيدو لامل وګرځيد.

https://p.dw.com/p/OU76
د Love Parede کي چي پښتو لفظي ترجمه يي« د عشق لاريون» کيداي شي، 1.4 مليون مينه والو ګډون کړي ؤ.
د Love Parede کي چي پښتو لفظي ترجمه يي« د عشق لاريون» کيداي شي، 1.4 مليون مينه والو ګډون کړي ؤ.

دغه لمانځنه سږ کال د آلمان د راينلند وستفالن د دويسبورګ په ښار کي نيوله شوي وه. په لمانحني کي چي موسيقي، نڅا او داسي نور د خوښي او خوشحالي ننداري ښودلي کيدلي د آلمان له مختلفو ښارونو څخه په سل ل ګونو زره خلکو ګدون درلود.

د لمانځني د سازمان ورکونکو د وينا له مخي په سږني Love Parede کي چي پښتو لفظي ترجمه يي« د عشق لاريون» کيداي شي، 1.4 مليون مينه والو ګډون کړي ؤ.

د پوليسو د وينا له مخي د خوښي په دغي لمانځني کي نوموړي ناڅابي هغه وخت رامنح ته شوه چي يو شمير ځوانانو وغوښتل د بيړنيو حالاتو لپاره يوي نري زيني او د لود سپيکرو ستنو بانادي وخيژي تر څو له لوړي څخه د موسيقي او نڅاو ننداره وکړي.

خو دغه ځوانان له زيني او نوموړي ستني خخه لاندي غوځار شول او په نور خلکو باندي ولويدل. له دي سر د د خلکو په ګڼه ګوڼه کي وارخطايي رامنځ ته شوه، د لمانځني ځيني برخه وال يو پر بل باندي وختل او مرګ ژوبلي رامنح ته کړي..

د دغي ناڅاپي پيښي سره سره لمانځني خپل بهير ته دوام ورکړ
د دغي ناڅاپي پيښي سره سره لمانځني خپل بهير ته دوام ورکړانځور: AP

د دغي ناڅاپي پيښي سره سره لمانځني خپل بهير ته دوام ورکړ. د پروګرام د سازمان ورکونکي کميتي مشر، ولفګانګ رابه د لمانځني د لمانځني د دوام لپاره دليل راوړ:

« د دغي پيښي د رامنح کيدو څخه وروسته زموږ امنيتي مسوول چارواکي سره ټول شول او فيصله يي وکړه چي لمانځنه دوام پيدا کړي، ځکه که چيري هغه مو غوڅه کړي واي، دا انديښنه موجوده وه چي چي نورخلک هم وارخطا شي و او ازدحام نوري مرګ ژوبلي رامنځ ته شي..»

د Love Parade يا «عشق لاريون» هر کال د آلمان په يو ښار کي دايريږي او نه يواحي د المان بلکه د نړي له مختلفو هيوادونو څخه مينه وال چي ډيري ځوانان دي، په دغي لمانحني کي ګدون کوي.

د دغي لمانحني سږ ني ټاټوبي د آلمان د راينلند وستفالن د دويسبورګ د ښار د اورګادو د يو پخواني تم ځاي، ميدان ؤ. د نوموړي ايالت لومړي وزيري، Hannlore Kraft په سږني Love Parade کي دغه پيښه د ټولو ډير غمجنه وګنله او سمدلاسه د پيښي ځاي ته يي حان ورساوه تر څو وضعيت له نژدي وګوري.

پېښه په دغه تونل کي رامنځته سوه
پېښه په دغه تونل کي رامنځته سوهانځور: AP

هغه په خپل لومړي غبرګون کي وويل:« دغي پيښي زه سخته غمجنه کړم، ډير ځوانان دي محفل د خوښي لپاره راغلي ؤ نه دا چي هغه په وير بدل شي. زه د هغو کسانو چي په دي پيښه کي خپل عزيزان له لاسه ورکړل، د زړه له کومي غم شريکي کوم او ټولو ته صبر غواړم.»

د Love Parade پروني پيښي د آلمان په دننه او بهر کي د خواخوږيو غبرګونونه راوپارول. د آلمان جمهور رييس کريستيان ولف وويل چي د پيښي له قربانيانو او د هغو له خپلوانو او ملګرو سره غمشريکي کوي او هغيو ته د ځغم غوښتنه کوي. هغه په عين وخت کي د پيښي د بشپړي د روښانه کولو لپاره غوښتنه وکړه.

دغه راز د آلمان صدراعظمي انګلا مرکل او د دحکومت د ستر مخالف ګوند ، سوسيال ديمورکات مشر، زيګما ګبرايل هم د پيښي له قرباينانو سره خواخوږي وښودله. د اروپا د اتحاديي د کميسيون مشر، José Manuel Barroso هم د Love Parade له مينه والو ته د نوموړي پيښي له امله خپل خپګيان څرګند کړ.

د « عشق لاريون» نومي لمانځنه په 1989 کال کي په برلين کي تأسيس شوه چي په هغه وخت کي د Raver-Parade په نامه يايديدله. بيا په 2007 کال د نڅاو او موسيقي او د خوښي او خوشحالي دغه لمانځنه د آلمان د نارد راين ويستفالن ايالت وليږدول شوه او هر کال د سل ګونو زرو مينه والو په ګډون سره لمانحله کيږي.

Börner, Moritz/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل