1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د علي وزیر او محسن داوړ ضمانتونه منل شوي

۱۳۹۸ شهریور ۲۷, چهارشنبه

د پيښور لوړې محکمې د خړ کمر په پيښه کې د علي وزیر او محسن داړو ضمانتونه منلي دي. د پارلمان دغه دواړه غړي په خړ کمر کې د پي ټي ام یا پښتون ژغورنې غورځنګ او پوځ تر منځ د آخ او ډب وروسته نیول شوي وو.

https://p.dw.com/p/3PoZC
Pakistan | Ali Wazir | Mohsin Dawar | PTM
انځور: Reuters/A. Soomro

د پيښور لوړې محکمې (هائیکورټ) د بنو څانګې د دلایلو تر اوریدو وروسته دغه پریکړه واوروله. د قضیې د اوریدو پر مهال د محکمې په انګړ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ډیر شمیر غړي حاضر ول. مدافع وکیلانو عبدالطیف آفریدی، سنګین خان او طارق افغان د محسن داوړ او علي وزیر وکالت کاوه.

د حکومت مدافع وکیلانو پر دغو دواړو باندې د پوځ پر ضد او یو شمیر نورو شعارونو د ورکولو تور لګاوه.

پر دې سربیره د خړ کمر پوستې ته څیرمه د پښتون ژغورنې د غورځنګ او پوځ تر منځ د رامنځ ته شوي اخ او ډب وروسته د مارچ میاشتې په ۲۶مه نېټه د بنو ترهګرۍ ضد څانګې د دغو دواړو غړو پر ضد یوه دوسیه ثبت کړې وه.

په آلمان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ لاریون

د یو میلیون کلدارو په بدل کې د علي وزیر او محسن داوړ ضمانتونه منل شوي دي، خو دا چې پریکړه ناوخته وشوه او دفترونه تړل شوي وو، نو د بیوروکراسۍ ټولې اړونده چارې سر ته ونه رسیدي. د ضمانت د منل کیدو سربیره هم ښایي د پارلمان د دغو دواړو غړو آزادیدل څو ورځې وخت ونیسي. محسن داوړ او علي وزیر اوسمهال د هري پور په زندان کې ورځې شپې سبا کوي او تمه ده چې تر رسمي کارونو وروسته به بیرته آزاد کړل شي.

مدافع وکیل طارق افغان د دویچه ویله د اردو څانګې له ځایي خبریال سره په خبرو کې وویل چې حکومتي دوسیه بې بنسټه ده، ځکه چې د پوځ په پوسته کې د حاضرو عسکرو او پي ټي ام د غړو ترمنځ د آخ او ډب پيښه په شمالي وزیرستان کې رامنځ ته شوې ده او د دغې پيښې لومړنی رپوټ (اف آی آر) په بنو کې ثبت شوی دی. په داسې حال کې چې د بنو او شمالي وزیرستان تر منځ واټن لږ تر لږه له ۴۵ کیلومترو څخه زیات دی.

لطیف آفریدي، د دویچه ویله له ځایي خبریال سره په خبرو کې وویل چې «د خړ کمر په پيښه کې د وژل شوو کسانو کورنیو او ټپیانو ته حکومت د دوه نیم، دوه نیم میلیونه روپیو د ورکړې اعلان کړی، دا په دې معنی چې حکومت منلې ده چې دغه خلک بې ګناه ول. زما په آند علي وزیر او محسن داوړ ته به هم په دې قضیه کې باعزته برائت ورکړل شي.»