1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غاښونو مينځل د حافظې د کمزورتيا مخه نيولی شي

۱۳۹۸ خرداد ۱۸, شنبه

د ورۍ د التهاب بکترياوې کولی شي د خولې او ستوني د لارې تر مغزو پورې ورسيږي. هغه بيا د اعصابو حجرې د منځه وړي او د الزهايمر ناروغۍ راټوکېدل هم چټکوي. ځکه نو: تل غاښونه ښه پرېولئ!

https://p.dw.com/p/3K3rm
Symbolbild Zähne putzen
انځور: Colourbox/G. Dolgikh

د طب ډاکټران د مخ، مثلث ته ورته برخه، يعنې د خولې او پوزې شاوخوا ساحه «د مرګ مثلث» هم بولي. دغه هيبتناکه اصطلاح دا په ګوته کوي چې له دغه لوري څخه ډېر ځله خطرناک ميکروبونه تر مغزو پورې رسېدلی شي، که کوم التهاب البته په سم وخت تشخيص او د منځه يونه وړل شي. علت يې دا دی چې د مخ په دغه برخه کې غځېدلي رګونه په مغزو کې د تېرو شوو رګونو سره مستقيم ارتباط لري. 

د خولې، پوزې او ستوني په ساحه کې التهاب ډېر خطرناک وي

که څوک په ناولو لاسونو سره د پوزې په سر يوه دانه چيته کړي او يا د پوزې وېښتان راوشکوي، نو کېدای شي له دې لارې التهاب ډېر ژر تر مغزو پورې ورسيږي نسبت دې ته چې سړی خپله ګوته د ساري په توګه غوڅه کړي. ښاغلی پيوتر ميدل د ناروې د بېرګن پوهنتون يو طبي کارپوه دی چې د «ساينس آدوانسس» په مجله کې يې د غاښونو د ورۍ د التهاب او الزهايمر يعنې د حافظې د کمزورتيا د يوه ډول تر منځ ارتباط موندلی دی. د هغه په خبره چې څوک د عاښونو په مينځلو کې غافل او «هېرجن» وي، نو کېدای شي د دې خطر ډېر وي چې هغه يو وخت د حافظې په کمزورتيا هم مبتلا شي. 

Alzheimer CT
د مغزو عکسونه د الزهايمر ناروغۍ په تشخيص کې مرسته کوي.انځور: Imago/Science Photo Library

د غاښونو مينځل ډېر مهم دي!

د خولې او ورۍ التهابي کېدل په خوله کې د غاښونو د منګ د شکل د نيولو له لارې لا پسې چټکيږي. د غاښونو منګ هغه وخت پيدا کيږي چې سړی خپل غاښونو په دوامداره توګه ونه مينځي، د غاښونو له تار څخه استفاده ونه کړي او د غاښونو تر منځ پراته تش ځايونه هم په سمه توګه پاک نه کړي. د غاښونو منګ داسې بکترياوې هم رانغاړي چې مغزو ته مخه کولای شي او هلته داسې يو پروتين توليدوي چې د څېړنې له مخې د اعصابو حجرو ته ضرر رسولی شي. 
د عصبي حجرو له منځه تګ د حافظې د کمزورتيا او ورپسې د الزهايمر مرض باعث ګرځي. د ورۍ د التهاب بکترياوې د الزهايمر يوازنی علت نه دی، خو هغه د دې خطر زياتوي چې سړی د اعصابو په يوه ناروغۍ اخته شي. د ميدل په خبره هغه د ناروغۍ بهير هم چټکولی شي. 
د نړۍ تقريبا نيمه برخه انسانان د ورۍ د التهاب بکترياوې په ځان کې لري. خو يوازې لس سلنه خلک د ورۍ التهاب هم لري چې خطر يې پرې ډېريږي چې بکترياوې تر مغزو پورې هم ورسيږي. خو د طبي چارو کارپوه او ډاکټر پيوتر ميدل وايي چې د غاښونو د پر له پسې مينځلو د لارې سړی د دغسې ناروغيو مخه نيولی شي.


Clare Roth/NS/BS