1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د غزني ۲۰۱۳ فیستیوال تر سره کولوته چمتو یو»

قدیر وفا/ سید ریاض۱۳۹۲ اسفند ۲, جمعه

د غزني ولایت چارواکو یو ځل بیا د «غزني ۲۰۱۳» تر نامې لاندې د نهایي فیستیوال د تیاري خبر ورکړی دی. په داسې حال کې چې د یو شمیر پرژو چارې بشپړې شوي نه دي، دغه فیستیوال د یکشنبې په ورځ تر سره کیږي.

https://p.dw.com/p/1BDQN
انځور: DW

د غزني ولایت سیمه ییز مسوولین وایي چې د دغه فیستیوال د ترسره کیدو له پاره یې پوره امنیتي تدابیر نیولي دي. ویل کیږي چې په پام کې ده شاوخوا ۳۰۰۰ بهرني او کورني میلمانه به په دغه فیستیوال کې گډون وکړي. په پام کې ده چې دغه نهایي فیستیوال به د یو شمیر خاصو ځانگړو کلتوري او هنري مراسمو په ترڅ کې تر سره شي.

په پام کې وه چې غزني ته «د اسلامي نړۍ د کلتوري پلازمينې» لقب د روان لمریز کال د عقرب د میاشتې په وروستیو کې ورکړل شوای وای، خو د بيلا بیلو دلایلو له وجې چې یو هم د لویې مشورتي جرگې جوړیدل وو، دغه نهایي فیستیوال وځنډید.
د غزني والي محمد اکبر موسی زاده، وایي چې په دغه ولایت کې تر اوسه یو شمیر ډیر اساسي کارونه تر سره شوي دي. هغه زیاتوي: « اسلامي کلتوري مرکز، د نورو سلونو پروژو لرونکی دی، چې د غزني ۲۰۱۳م کال له مهمو پروژو څخه شمیرل کیږي. تر اوسه د دغو پروژو ۸۰ سلنه چارې پر مخ تللي دي»

د غزني ولایت د مقام په ودانۍ کې د یوه موزیم جوړول، د ۲۰۱۳م کال په نوم د یوه آرشیف جوړول، د لرغوني آثارو بیا رغاونه، د یوه نظامي موزیم جوړول، د دغه ولایت په بيلابيلو برخو کې د څو کیلومترو په اوږدوالي د سړکونو پخول او د هوایي ډگر جوړول هغه پروژي دي چې د غزني ولایت والي ورته اشاره کوي.

امنیتي چارواکي هم د غزني په مرکز او اطرافو کې د «ثقافت دوهم» په نوم د گډو پوځي عملیاتو د پیلیدو خبر ورکوي، چې موخه یې د دغه نهایي فیستیوال د امنیت ټینگول او همداشان د ولسمشریزو او ولایتي شورا گانو د ټاکنو د تر سره کیدو له پاره د زمینې برابرول دي.

په عین وخت کې د غزني د امنیې قوماندان زړه ورو زاهد وايي: «دغو عملیاتو تر اوسه ښه نتیجه ورکړې ده. څو ورځې تر مخه یو موټر چې مهمات او چاودیدونکي توکي پکښې بار ول، د قره باغ له ولسوالۍ څخه د ښار مرکز ته لیږدول کیده چې د پولیسو له لوري سره د موټر چلوونکي ونیول شو.»

د غزني یو شمیر اوسیدونکي هم په دغه ولایت کې د نهایي فیستیوال د ترسره کیدو له کبله خوښ دي او له حکومت څخه یې غوښتي دي چې د غزني ولایت او نورو ولایتونو ټولو اوسیدونکو ته په دغه تاریخي فیستیوال کې د گډون اجازه ورکړي. خو د چارواکو د وینا له مخې ښایي د امنیتي تدابیرو له مخې په دغه فیستیوال کې د خلکو گډون محدود وي.

د غزني والي د دغه فیستیوال په درشل کې چې د څو کلونو راهیسې یې د ترسره کیدو له پاره په لویه کچه هڅې شوي دي، د دولت وسلوالو مخالفینو ته په دغه فیستیوال کې د گډون بلنه ورکړې ده. موسی زاده ویلي دي: «غزني د اسلامي نړۍ د کلتوري پلازمینې په توگه ټاکل شوې ده. دغه فیستیوال د نړۍ د ټولو مسلمانانو له پاره مهم دی. له حکومتي چارواکو او طالبانو څخه غواړم چې د سولې د بهیر په اړه د خبرو اترو له پاره د هیواد څخه د باندې تللو له پاره لکه د قطر دفتر پر ځای دې غزني ته راشي او دلته دې سره کښيني.»

په پام کې ده چې بالاخره په دغه نهایي فیستیوال کې غزني ته د «اسلامي نړۍ د کلتوري پلازمینې» لقب په رسمي توگه د «یونسکو» او «آیسیسکو» له لوري ورکړل شي.