1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غزې پر تراړې د اسرائيلو بمبارۍ

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۳ تیر ۱۶, دوشنبه

د غزې پر تراړې د اسرائيلي هوايي ځواکونو د برید په پایله کې لږ تر لږه پنځه فلسطیني وسلوال وژل شوي دي. دغه هوایي بریدونه د یوه فلسطیني ځوان د وژلو په تور د شپږو شکمنو اسرائیلیانو تر نیول کیدو وروسته تر سره شوي دي.

https://p.dw.com/p/1CWlm
انځور: Getty Images

د اسرائيل هوایي ځواک د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د جولای میاشتې ۷مه) سهار وختې له غزې تراړې څخه د حماس د توغندي بریدونو په غبرگون کې بمباري کړې ده. د روغتیا پالو د رپوټونو له مخې په دغه برید کې لږ تر لږ پنځه تنه فلسطیني وسلوال وژل شوي دي.

د اسرائیل پوځي چارواکو دغه بریدونو تائید کړي دي او ویلي یې دي چې «د غزې په تراړه کې د دغو بریدونو په ترڅ کې د ترهگرو او د توغندیو د توغولو نهه پټنځایونه له منځه وړل شوي دي». پوځي چارواکو زیاته کړې ده چې د دغو بریدونو په ترڅ کې هدفونه په دقیقه توگه ویشتل شوي دي.

په عین وخت کې حماس ویلي دي چې د دوی شپږ تنه وسلوال وژل شوي دي. دغه هوایي بریدونه له غزې تراړې څخه پر اسرائیل باندې د یوه توغندي د توغول کیدو په تعقیب کې شوي دي. د غزې په تراړه کې د حماس ډله واکمنه ده.

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، له خپلې کابینې څخه د یکشنبې په ورِځ د اسرائيلو په سویل کې د آرامۍ د رامنځ ته کولو له پاره «د ټولو اړینو اقداماتو» د تر سره کولو غوښتنه کړې ده.

تاوتریخوالی مخ پر زیاتیدو دی

د دوشنبې د ورځې بریدونه د ۱۶ کلن محمد ابو خضیر، په بې رحمانه ډول تر وژل کیدو وروسته ترسره شوي دي. د جولای میاشتې پر دویمه نیټه د ابو خضیر وژنه، د اسرائيلو په سویل او د بیت المقدس په ختیځ کې د عرب میشتو په کليو کې د تاوتریخوالي د رامنځ ته کیدو سبب شوې ده. اسرائيل شپږ شکمن یهودان د نوموړي ۱۶ کلن ځوان د تښتولو او وژلو په تور نیولي دي.

پولیسو د نیول شویو شکمنو کسانو په اړه د معلوماتو د خپرولو د محدویتونو امر کړی دی خو اسرائیلي رسنیو داسې رپوټونه ورکړي دي چې په نیول شویو کسانو کې له قانوني عمر څخه د کښته عمر کسان هم شامل دي.

ډیری فلسطینیان ادعا کوي چې ابو خضر چې ژوندی سوځول شوی دی، د تندرلارو یهودانو له لوري وژل شوی. هغوی داسې باور کوي چې د خضر وژل کیدو د درو اسرائيلي ځوانان د وژنې غچ اخیستنه ده. دغه درې اسرائیلي ځوانان د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې د جون میاشتې پر ۱۲مه نیټه تر تښتول کیدو وروسته وژل شوي وو. اسرائیل د دغو درو ځوانانو د وژلو پړه پر حماس وراچوي، خو حماس بیا دغه تور ردوي.

د احتجاجونو لړۍ

تیره ورځ د احتجاجونو لمن د ختیځ بیت المقدس له مرکز څخه د اسرائیلو شمال ته وغځیده. په تیرو ورځو کې د اسرائیلو په هغو سیمو کي چي عربان اوسيږي هلته له پولیسو سره اخ او ډب هم رامنځ ته شوی دی. تیره ورځ اسرائیلی پولیسو رپوټ ورکړ چي په شمال ختیځ کی د طیبه، جلجولیه او قلنسوا ښارونو او دغه راز په فهم او نصرانیه کي اله گولې پیښې شوي دي. د پولیسو د وینا له مخې کابو ۳۵ فلسطینیان او عربي اسرائیلیان نیول شوي دي.

په نیول شویو کسانو کي امریکایی تبعه طارق ابو خضیر هم شامل دی. دغه ۱۵ کلن ځوان د وژل شوي فلسطیني ځوان محمد ابو خضیر د تره زوی دی. د امریکا متحده ایالاتو د دغې پیښې د سمدلاسه روښانه کیدو غوښتنه کړې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب