1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د غزې په تړانګه کې تاوتریخوالی دوام لري

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۵, یکشنبه

راپورونه وايي چي وسله والو فلسطينیانو شاوخوا ۴۳۰ توغندي او بمونه د اسرائیل په لور فیر کړي دي. په دې پيښه کې یو اسرائیلی وژل شوی. اسرائیل په ځوابي عمل کې ۱۲۰ هوایي بریدونه کړي او په غزې تړانګه کې یي ۶ فلسطينیان وژلي.

https://p.dw.com/p/3Hwi7
Palästina | Israelischer Luftangriff auf Gaza Stadt
انځور: picture-alliance/A.A. Alkahlout

د غزې په تړانګه کې د اسرائیلي پوځ او وسله والو فلسطينیانو ترمنځ د تاوتریخوالي لړۍ دوام لري. د «ټایمز اف اسرائیل» ورځپاڼې د رپوټ په حواله په زرګونو اسرائیلیان د توغندیو د په اصطلاح «ژلۍ» له امله مجبوره شوي ځانونه خوندي ساحو ته ورسوي.

په اغیزمنو شویو سیمو کې په پرله پسې ډول د خطر زنګونه وهل کیدل. غزې تړانګې ته نږدې سیمو کې پر ډیر شمیر کورونو توغندي لږیدلي دي.

په اسخکیلون ښار کې یو تن ۶۰ کلن اسرائیلی هغه وخت ووژل شو چې د استوګنې پر یوه کور توغندی ولګیده. د داکترانو په حواله په دې ترڅ کې ۸۳ اسرائیلیان ټپیان شوي چې د ځينو حالت یي د اندیښنې وړ دی.

جنګي جټ الوتکو ۱۲۰ هدفونه په نښه کړي

د پوځ د معلوماتو له مخې د اسرائیل هوایي ځواکونو د شنبې په ورځ (د اپریل میاشتې ۴) د مدیترانې په ساحل کې ۱۲۰ هدفونه په نښه کړي دي. د دغو هوایي بریدونو په ترڅ کې د نورو ترڅنګ د سخت دریځې اسلامي ډلې حماس مهم مرکز، د وسلو یوه ډیپو او د توغندیو دستګاوې ویجاړ کړای شوي دي.

د غزې په تړانګه کې د روغتیا وزارت په حواله ویل کیږي چې په مجموع کې ۶ تنه فلسطینیان وژل شوي او ۴۷ نور ټپیان شوي دي.

په وژل شویو کسانو کې دوه تنه د اسلامي جهاد په نوم ملیشه و جنګیالي، دوه تنه ځوانان او یو کوچنی ماشوم او د هغه امیدواره مور شامل دي، خو اسرائیلي پوځ بیا دغه معلومات رد کړي دي.

د اسرئیلي پوځ یوه ویاند په تویتر کې په عربي ژبه لیکلي دي چې ماشوم او مور یي کیدای شي د فلسطينیانو په ډزو کې وژل شوي وي. هغه په دې اړه نور جزویات نه دي ورکړي.

آلمان د اسرائیل ملاتړ کوي

په برلين کې د بهرنیو چارو وزارت د غزې له تړانګې څخه د توغندیو توغول کیدل غندلي دي. د دغه وزارت په تویتر کې لیکل شوي دي چې اسرائیل حق لري له خپل ځان څخه دفاع وکړي او د خپلو خلکو حفاظت وکړي.

همدارنګه د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورګوس، له اسرائیل سره خپل پيوستون ښودلی دی او خپل دغه متحد ته یي د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی چې د دغه ناوړه بریدونو پر وړاندې له خپل ځان څخه د دفاع حق لري.

هغې «د حماس ډلې او له غزه څخه د فلسطیني جهادیانو له خوا پر ملکي خلکو او په ټول اسرائیل کې د دوی پر ټولنې د راکیټي بریدونو دوام» غندلی دی.

د وسله والو فلسطينیان سازمانونه بیا دغه توغندیز بریدونه د تیرو ورځو د مظاهرو پر مهال د فلسطينیانو له وژنې سره توجه کوي.

 se/cw (afp, ap, rtr, dpa) /ش. ن/ ا. ا