1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غزې کرښه: د مطبوعاتوآزادي

۱۳۸۶ مهر ۷, شنبه

څه ناڅه درې مياشتې مخکې د حمس گوند د فلسطيني سيمويوه برخه، د غزې کرښه، ترخپل کنترول لاندې راوسته. او له هغه وخت راهيسې د ژورناليستانوپرضد د غچ اخيستونکواوجزايي اقداماتوله کبله شکايتونه ډېرېږي.

https://p.dw.com/p/DMqY
د حماس گوند له واکمنۍ راهيسې يې ژوند په بشپړه توگه بدل شوی دی په منفي ډول.
د حماس گوند له واکمنۍ راهيسې يې ژوند په بشپړه توگه بدل شوی دی په منفي ډول.انځور: AP

د راتعان فلسطينی خبري آژانس د بهرنيوټلوېزيوني سټېشنونولپاره کارکوي. د نوموړي آژانس مشر عبدال » السلام « خپلې اندېښنې نه پټوي او وايي:» دالومړی ځل دی چې زه د ژورناليست په توگه احساس لرم، چې زه ناآرام يم، چې د ژورناليست په توگه زماژوند په خطرکې دی د هغووختونوپه پرتله چې د فلسطينيانوخپلواکه اداره غزې ته راغله د هغه وخت په پرتله هم چې اسرائيل د غزې کرښه کنترولوله. دا لومړی ځل دی چې زماپراحساساتوباندې وېره اوناآرامي برلاسي دي. «


د حمس » ظالمه ايډيولوژي «
شپږڅلوېښت کلن عبدال » السلام « له تقريباً پنځه ويشتوکلونوراهيسې د غزې په کرښه کې د ژورناليست په توگه کارکوي. السلام او مجموعاً څلورسوه تنه همکاران يې تل مدام د فلسطيني سيمو د واکمنانولخوا له ستونزواوخنډونوسره مخامخ کېدل هم د فتاح گوند اوهم د اسرائيلي پوځ لخوا. خو د غزې په کرښه کې د حمس گوند له واکمنۍ راهيسې يې ژوند په بشپړه توگه بدل شوی دی په منفي ډول. دی وايي:» دا هغه لانجمن حالت دی چې مونږ د غزې په کرښه کې ورسره مخامخ يو. حمس ظالم دی، ايډيولوژي يې ظالمه ده او دې ته چمتودی چې د خپلومخالفينوپرضد له زورزياتي څخه کارواخلي، له ډېرلوی زورزياتي نه .... «