1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غني حضور د نوروز مراسمو ته بله بڼه ورکړه

۱۳۹۸ فروردین ۱, پنجشنبه

سږکال د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې د نوروز جشن د ولسمشر اشرف غني په شتون کې ولمانځل شو. غني په خپلو خبرو کې په روان کال کې د مزار شریف او شانګهاي ترمنځ د تجارتي دهليز جوړیدو خبر ورکړ.

https://p.dw.com/p/3FQjR
Afghanistan Nawruz Feierlichkeiten
آرشيفانځور: DW/H. Safi

سږکال په بلخ کې د نوروز جشن د نورو کلونو په پرتله په يوه څه متفاوته فضا کې ولمانځل شو. د ولسمشر محمد اشرف غني له حضوره نیولې، بیا د ویناو له پاره تر جوړ شوي ستیژ پورې؛ هر څه د تیرو څو کلونو په پرتله متفاوت وو. 

له تیرو کلونو سره د سږنیو مراسمو بل توپیر دا وو چې هغه په مزارشریف ښار کې د تیرې اوونۍ د نښتو تر سیورې لاندې ترسره شول. د مارچ میاشتې پر ۱۴مه نیټه په مزارشریف ښار کې تر څو کلونو آرامیو وروسته هغه وخت وسلوالې نښتې وشي چې د بلخ ولایت پخواني والي عطا محمد نور، د مرکزي حکومت له خوا د استول شوي نوي امنیې قوماندان د کار له پیل سره مخالفت وکړ. په دې نښتو کې شاوخوا ۱۷ تنه ټپیان هم شول.

د نوروز په سږنیو مراسمو کې د عطا محمد نور، چې له ډیرو کلونو راهیسې په بلخ کې د نوروز جشن د پیل یو له ویناوالو څخه به وو، حضور نه لاره.

د حضرت علي په روضې کې د جنډې تر پورته کیدو مخکې، ولسمشر غني وینا وکړه او ژمنه یې وکړه چې بلخ به منځنۍ اسيا او چين تر منځ پر يوې لويې تجارتۍ دروازې باندې بدل کړي. هغه وويل: «په ۱۳۹۸ کال کې به انشاالله د مزار- شانګهاي تر منځ د دهليز فعاليدو شاهدان واوسو.»

غني زیاته کړه: «د افغانستان صادرات به يوازې د ځمکې له لارې نه، بلکې يوه ډيره برخه بې يې د اوبو له لارې د ازبکستان او قزاقستان له سرحدونو، په مستقيمه توګه چين ته واستول شي.»

افغان ولسمشر همداراز هیله څرګند کړه چې په نوي کال کې به په افغانستان کې سوله راشي. خو هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د باثباته سولې غوښتونکی دی. غني وویل: «موږ تل پاتې سوله غواړو نه هغه سوله چې د وينې بوی ورڅخه راشي.»

په وروستیو وختونو کې د سولې بحثونه ځکه تاوده شوي چې امریکایي او د طالبانو مرکچیان له میاشتو راهیسې د قطر په پلازمینه دوحه کې سره په خبرو اترو بوخت دي چې د افغانستان جګړې ته د حل یوه لار وموندي.

Bildergalerie Mazar-e Sharif nach dem Nawruz Festival Afghanistan
د مزارشريف ښار هټي وال وايي چې د نوروز په ورځو کې يې کار وبار رونق پيدا کويانځور: Hamidullah Safi

پر اندیښنو سربیره د نوروز په جشن کې د خلکو ګډون

د مزارشريف ښار اوسیدونکي ذبیح الله احساس، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې که څه هم د تيرې اوونۍ وسلوالې نښتې د دغه ښار اوسيدونکي يو څه ویرولي دي خو بیا یې هم د نوروز د لمانځنې پر مراسمو ډیره اغیزه نه ده کړې.

هغه وویل: «دې پیښې د نوروز په جشن کې د خلکو پر ګډون باندې ډیر اغیز نه وو کړی. په ښار کې د خلکو په خوشاليو باندې يې هم تاثير ډیر کم وو. هر څه ښه روان ول.»

د نوررز په شپو او ورځو په مزارشریف ښار کې د سوداګرو په کاروبار کې هم له دې کبله چې دا ښار د ډیرو میلمنو کوربه وي، یو څه رونق پیدا کوي. احمد جمشيد چې د یوه دوکان څښتن دی، دویچه ویله ته وویل: «واضح خبره ده چې کله ښار کې خلک ډیر وي کار و بار هم ورسره ښه کيږي.»

خو په کابل کې بیا د نوروز مراسمو له یو لړ امنیتي پیښو سره مل وو. د دې ولایت د امنيې قوماندانۍ وياند بصير مجاهد، د آلمان خبري آژانس سره په خبرو کې تائيد کړه چې د کابل په لويديځ کې د سخي زيارت ته څېرمه، څو چاودنې شوې دي. د عامې روغتيا وزرات ويلي دي چې په دغو چاودنو کې شپږ کسان وژل شوي او ۲۳ تنه نور ټپيان دي.

m.k.s/mj