1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غور په يوه سيمه کي خلکو اولسي پاڅون کړی دئ

۱۳۹۱ تیر ۵, دوشنبه

په غور ولايت کي هم سیمه يیزو خلکو د دولتي حاکمیت په ملاتړ او طالبانو د نفوذ د مخنیوي په نیت اولسي پاڅون کړی دئ. سیمه ييز چارواکي وايي، چي حرکت ئې له دوی سره همږغی دئ. خو خلک اندیښنه لري.

https://p.dw.com/p/15KoP
انځور: picture-alliance/dpa

د غور ولايت یو شمیر اوسېدونکي وايي، چي ددغه ولايت په ځينو سيمو کي غير مسئولو وسله والو په سیمه کي د امنيت را وستلو ږغ پورته کړی دئ.

دغو خلکو له دويچه ويله پښتو ويب پاڼي سره د تليفون پر ليکه وويل، چي له هغه وروسته چي د دغه ولایت د مرکز چغچران شمال ته په۴۰ کيلومترۍ کي د مرغاب په سیمه کي یو څارنوال د وسله والو مخالفینو له خوا تر تښتولو وروسته ووژل سو د سيمي خلکو پاڅون وکړ.

د خلکو په خبره ددغو وسله والو مشر حبيب الرحمن حکيمي نوميږي، چي يو جهادي قوماندان دئ.

دغه قوماندان په سيمه کي خبريالانو ته ويلي دي، چي یو نیم سل ځوانان ورسره سته او وسلې ئې د جهاد د وخته دي. هغه وايي چي له حکومت سره په همږغۍ ئې د خلکو دفاع ته را دانګلي دي:

«د خلکو د وینو، عزت، مال، او ژوند د دفاع په خاطر غره ته ختلی یم. دولت مي په جریان کي اچولی دئ، هيڅکله به تیري کوونکي پرې نږدم چي پر خلکو باندي ظلم وکړي.»

د وروستيو رپوټونو له مخي د افغانستان په دغه مرکزي ولایت کي حکومتي حاکمیت کمزوره په په ډيرو سيمو کښي ئې د جهاد د مهال وسله وال قوماندانان فعال دي.

که څه هم د طالبانو پر ضد تازه پورته شوي ډلي ته یو شمیر خلک خوښ دي. خو دا اندیښنې هم له خلکو سره شته چي غیر مسئول وسله وال، که هرڅوک وی د سیمي امنیت ته ګواښ دي. د چغچران يو اوسېدونکی چي ځان احمد ښيي دويچه ويله پښتو ويب پاڼي ته وويل:

«زه د دغه ډول ډلو له جوړښت سره موافق نه یم، ځکه د دوی ضرر تر مخالفینو زیات خلکو ته ور رسیږي. که حکومت د خلکو امنیت غواړي پولیس دي تقویه کړي.»

دغور ولايت د مرغاب اولسي خلکو وویل، چي په سیمه کي له پخوا لا د دوو تنو جهادي قوماندانانو ترمنځ ګوندي تربګنۍ شته:«دغه کسان د خپلو اهدافو له پاره ظاهري لباس بدلوي دا کسان حکومت ته صداقت نه لري.»

خو د غور امنیه قوماندان سمونوال دلاورشاه دلاور، د خلکو دغه خبري او اندېښنې بې ځایه وبللې، او زیاته ئې کړه، چي دا غیر مسئوله وسله وال نه، بلکي چاري ئې دولت له نژدې څاري:

«دوی په خودجوش ډول د طالبانو پر ضد پاڅون کړی دئ. وسلې ئې ابتدايي دي، لکه کربین توپانچې، لور، کلنګ او داسي نور. دغه خلک په سیمه کي د طالبانو پر ضد راپورته شوي دي او حکومت ئې په جریان کي اچولی دئ.»

دا يوازي د غور ولايت نه دئ، چي سيمه يزخلک يې د وسله والو پر وړاندي پاڅون کوي، بلکي په وردگو او غزني کي هم دغه ډول پاڅونونه سوي دي.

شريف شرفيار/ هرات
کتونکی: نجيب الله زيارمل