1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غیرې دولتي ټولنو د کارکوونکو د وتلو قضیه څیرل کیږي

۱۳۹۰ اسفند ۱۵, دوشنبه

د مصر پارلمان د بهرنیو غیرې دولتي ټولنو کارونکو ته له دغه هیواد څخه د وتلو د اجازې د ورکولو قضیه څیړي. پر دغو کسانو تور دئ چې په غیر قانوني ډول ئې په مصر کې فعالیت کاوه او په سیاسي چارو کې ئې لاسوهنې کولې.

https://p.dw.com/p/14FPU
انځور: picture alliance / dpa

د نوموړو غیرې دولتي ټولنو غړي د پنجشنبې په شپه له مصر څخه وتلي دي. خو د مصر د پارلمان رئیس محمد سعد توفيق مصطفي الكتاتني، په دې اړه خپل خفگان څرگند کړی دئ.

الکتاتني په مصر کې د اخوان المسلمین د گوند یو وتلی سیاستمدار دئ. هغه په تنده لهجه پر هغو مصري چارواکو نیوکه وکړه چې د غیر دولتي ټولنو تورونو غړو ته ئې له مصر څخه د وتلو لاره هواره کړې ده. هغه ویلي دي: « پارلمان به داسې لارې چارې په کار واچوي چې حقیقت پیدا کړي. موږ به د دغه جنایت مسئولیونو ته جزا ورکړو. دغه جنایت د مصر په قضایي چارو کې له شرم څخه ډکه یوه نمونه ده.»

الکتاتني د راتلونکې یکشنبې په ورځ «د ۲۰۱۲ کال د مارچ د میاشتې یوولسمه نیټه» د دې قضیې د څیړلو له پاره د پارلمان غونډه رابللې ده. د مصر لومړي وزیر کمال الجنزوري، باید د پارلمان غړو ته توضیحات ورکړي چې ولې ئې تورونو کسانو ته له مصر څخه د وتلو اجازه ورکړې ده.

د مصر د پارلمان مشر پر دې خبره ټينگار کړی دئ چې د غیرې دولتي ټولنو د ۴۳ تورونو کسانو قضیه باید د سیاسي پریکړو پر اساس سر ته ونه رسیږي. د تورونو کسانو په ډله کې د آلمان د غیرې دولتي سازمان کونراد ادیناور دوه تنه آلماني کارکوونکي هم شامل دي.

ویل کیږي چې په دې قضیه کې تر ټولو لومړی امریکا او آلمان مداخله کړې ده. دغو دواړو هیوادونو په مصر کې د خپلو اتباعو پر محاکمه کیدو باندې نیوکې کړې وې.

د غیرې دولتي ټولنو پر کار کوونکو باندې په مصر کې د غیرې قانوي فعالیت او په سیاسي چارو کې د لاسوهنې تورونه لگول شوي دي. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویسترویله، بیا دغه تورونه بې ځایه او بې معنی بللي دي.

د متحده ایالاتو دولت د دغو تورونو پر وړاندې خپل تند غبرگون ښودلی دئ او له مصر سره ئې په پوځي برخو کې د کیدونکو مرستو د درولو گواښ کړی دئ.

ویگرهوف/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش