1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غیر قانوني افغان کډوالو پر ضد ستر عملیات پيلیږي

۱۳۹۴ مهر ۱, چهارشنبه

د خیبر پښتونخوا ايالت حکومت پتېيلې ده چې په دغه ایالت کې د میشتو غیر قانوني افغان کډوالو پر وړاندي پراخ عملیات پيل کا. په لومړي سر کې به له ښارونو، بیا له کلو او بيا به له کمپونو څخه غیر قانوني کډوال و ایستل شي.

https://p.dw.com/p/1Gath
انځور: Tanveer Mughal/AFP/Getty Images)

په دغو عملیاتو کې به د خیبر پښتونخوا ایالت د پولیسو ترڅنگ، ملېشه او نور امنیتي ځواکونه هم برخه ولري. دا پریکړه د پيښور په بډه بیره سیمه کې پر هوايي اډې تر برید وروسته کيږي. په دغه بريد کې ۲۹ انسانان ووژل شول.

د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې د شمېرو له مخې په پاکستان کې اوسمهال ۱۶۰۰۰۰۰ ثبت او راجستر شوي افغان کډوال مېشت دي. ويل کيږي يونيم ميليون بيا په غير قانوني توگه اوسېږي.

د دغو کډوالو ډېر يې په خیبر پښتونخوا ایالت او شاوخوا قبائلي سیمو کې مېشت دي. د افغان - پاکستان د گډ اتاق مشر ضیاالحق وایې: «اوس د افغانستان په ډیرو سیمو کې امنیت ټینگ دی او خلک خپل کار و بار کوي، او دلته لا تر اوسه وضعیت خراب دی. ځيني غیر قانوني افغان کډوال په جرایمو کې لاس لري، نو له دې امله دا د سیمه ییز حکومت مسئولیت دی چې نړیوالو ادارو ته قناعت ورکړي، چې اوس دغو کډوالو ته په افغانستان کې دننه د امن په فضا کې د اوسیدو زمینه مساعده ده.»

د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخې له ۲۰۰۲م کال راهیسې تر اوسه پورې ۳۸۰۰۰۰۰ افغان کډوال خپل هیواد ته استول شوي دي، خو د دغو کډوالو یوه برخه له نورو لارو څخه بیرته پاکستان ته ورغلې ده.

رحیم الله چې اوس په پيښور کې مېشت دی هم یو له بیرته ستنیدونکو څخه دی. هغه وایې: «د طالبانو د واکمنۍ تر ختمیدو وروسته زه افغانستان ته تللې وم، خو هلته حالات ورځ تر بلې خرابیدل او زه مجبوره شوم چې بیرته پاکستان ته ستون شم. څو کاله وروسته یو وار بیا د وضعیت معلومولو له پاره هلته ولاړم، خو اوس هم هلته وضعیت چندان ښه نه دی.»

کله چې پاکستان له افغان حکومت څخه د کډوالو د اقامې مودې غځولو وړاندیز ترلاسه کړ، د هغه په دویمه ورځ د دغه هیواد امنیتي ادارو ۵۲ تنه داسي افغانان ونیول چې په غیر قانوني لارو یې ترهگرو ته پېسي استولې.

په پيښور کې پر یوه پوځي ښوونځي(آرمي پبلک سکول) تر برید وروسته ایالتي حکومت د سیمه ییزو ادارو په ملاتړ د غیر قانوني کډوالو بیرته ستنول پيل کړل.

د دغو اقداماتو په پایله کې شاوخوا ۱۳۰۰۰۰ کډوال بیرته خپل هیواد ته ستانه شول. خو دا بهیر د افغان حکومت او یو شمیر سیمه ییزو ادارو په غوښتنه ودرول شو.

اوس چې په بډه بیره کې د هوایې ځواکونو پر اډې برید وشو، نو ایالتي حکومت یو وار بیا د غیر قانوني کډوالو پر وړاندي په څو پړاوه کي د عملیاتو پيلولو پریکړه کړې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب