1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فتبال نړيوالي لوبي په شور او ځوګ سره رواني دي

۱۳۸۹ خرداد ۲۳, یکشنبه

په جنوبي افريقا کښي د فټبال دنړيوالي اتلولۍ په دوهمه ورځ درې مسابقې تر سره سوې . لومړی مسابقه د جنوبي کوريا او يونان تر منځ وسوه . د دغو سیالیو ډګر پورت اليزابت په سټوډيم ؤ چی د 30000 نندارچیانو په مخکي تر سره سوی.

https://p.dw.com/p/Npat
په جنوبي افریقا د فوتبال نړيوالی لوبی صحنه
په جنوبي افریقا د فوتبال نړيوالی لوبی صحنهانځور: picture alliance/dpa

د يونان د فټبال د ملي ټيم ټرينراوتو ريهاگل چه آلماني دي ، اود 71 کلنو عمر سره د دنيا تر ټولو زوړ ټرينر دي ، د B په گروپ کښي د جنوبي کوريا په مقابل کي صفر پر 2 مسابقه بايلودله ، خو دي لا بيا هم تسليم ندي او وايي :

« موږ اول بايد سره کښینو او بيا به حالت وگورو . موږ مجبوره يو چه په راتلونکي سیالی کښي ځيني تاکتيکونه سم او تغير ورکړو او په جرأت سره بلي مسابقې ته ورداخل سو . تر اوسه پوري لا فيصله نده سوې او تر کومه وخته پوري چه فيصله نه وي سوې سړي هر ډول امکانات لري . »

داچه د يونان تهاجم هميشه ضعيفه ؤ ، نوې خبره نده ، خو داچه دا پلا يې دفاع هم ضعيفه وه ،نو په هغه باندي بايد د يونان ملي ټيم ټرينر ريهاگل خوابدي سي . د مسابقې په جريان کښي هميشه د جنوبي کوريا لوبغاړو وکړای شو چه د يونان د گول مخته ځانونه ورسوي او دفاع به يې ورماته کړه . په دې ډول په7 مه دقيقه کښي د جنوبي کوريا د لوب ډلی بِيک لي يونگ بریالی شو چی خپل لومړی ګول ووهی .

د جنوبی کوريا او يونان لوبه
د جنوبی کوريا او يونان لوبهانځور: AP

د ميدان د دوهمي نيمايي د شروع څخه لږ وروسته وتلي فټبالر «پارک جي سونگ» چه په مانچستر يونايټيد کي هم لوبی کوي ، بل گول وواهه ، او سیالی 2 د صفر په مقابل کی د جنوبی کوریا په ګټه تمامه شوه.

.

د شنبی د ورځی په دوهمه مسابقه کښي ارجنټاين د نايجريا سره مخامخ سو.

د جهان ډير وتلي او نامتو فټبالر ليونل ميسي او د ده د ارجنټايني ټيم نور غړي د انتظار سره سم په برياليتوب سره د فټبال نړيوالو مسابقو ته ورداخل سول . د ارجنټاين ملي ټيم د 56 زرو نندارچیانو په مخکي په 6 مه دقيقه کښي نايجريا باندی ګول وواهه. خو سیالی تر پایه پوری په همدی ډول پاتی پاتی شوه.

په دغی سیالی کی جالبه لا داوه چي «بَيک گابريل هاينڅه» گول ووهی، او نامتو او پخواني جهاني قهرمان او د ارجنټاين د ملي ټيم اوسني ټرينر ډيې گو مارادونا يې سمدلاسه د خوشحالی ټوپونه وکړل. . گابريل دغه گول د 11 متره فاصلې څخه د سر پواسطه وواهه .

د ارجنتاين او نايجريا ترمنح لوبه
د ارجنتاين او نايجريا ترمنح لوبهانځور: AP

خو بيا نامتو فټبالر مسي که څه هم يووار ي ډير وځليدۍ ، خو د گول وهلو ډير چانسونه يې د لاسه ورکړل . ده څلور ، پنځه ښه چانسونه درلودل ، خو هغه به ورڅخه نايجريايي گول کيپر وينسېنټ اِن يې ما نيول . او ځکه نو دي په حقه سره د سیالی د ښه لوبغاړي په حيث تعين سو . د نايجریا ګول ساتونکی «اِن يې ما» د يوه گول پر خوړلو سربيره تر آخره پوري د گول څخه کلکه دفاع وکړه او تسليم نسو ، دي وايي : « اوس خو داسي ده . زه هم نه پوهيږم ، خو په فټبال کښي همداسي وي . کله کله عجبه شيان پيښيږي . دغه گول يو څه مايوسه کونکي ؤ ، موږ به په دواړو نورو مسابقو کښي وگورو ، چه موږ ته څه کولای شو . موږ هیله لرو چي د لومړی دورې څخه راووزو. موږ واقعأ غواړو راووزو »

واقعيت همدا ؤ چه په آخره کښي د مارودونا په ټرينرۍ سره حتي د ارجنټاين ملي ټيم د نايجريايانو څخه د بيري احساس وکړ .

په يوهانس بورگ کښي به دراتلونکي پنجشنبه په ورځ د B د گروپ څخه ارجنټاين د جنوبي کوريا سره مخامخ سي ، او په همدغه ورځ به بيا نايجريا د يونان سره مخامخ سي .

ددغي ورځي دريمه مسابقه دC په گروپ کښي د انگلستان او د امريکا د متحده ايالتو د فټبال دملي ټيمونو تر منځ مساوي پاي ته ورسيده .

د متحده ايالاتو او انګلستان لوبه
د متحده ايالاتو او انګلستان لوبهانځور: AP

د بريتانيې د گولکيپر روبرت گُرين اشتباه د امريکايانو په کاميابۍ تمامه سوه . که څه هم د انگليسانو دپاره بازي په ډيره ښه ډول سره شروع سوه او حتي په څلرمه دقيقه کښي د ټيم کپتان «سټيوي جِرارد» امريکايانو ته لمړني گول ورکړ . خو په 40 دقيقه کښي بيا امريکايان پر دې بريالي سول ، چي انگليسانو باندی ګول ووهی او مسابقه يو په يو سره مساوي پای ته ورسیږی، ځکه چه د انگليسانود گولکيپر گُرين څخه چي د امريکايي کلينټ ډېمپسي شوټ يې راگرزولي هم ؤ ، توپ د لاسه وښويد او گول سو.

انگليسانو چي بايد ښه سیالی یی کړي واي ، د انتظار پرخلاف ډير چانسونه دلاسه ورکړل ، او په دی بریالی نه سول چی چه مسابقه د ځان په گټه تمامه کړی .

نن یکشنبی بيا د فټبال په نړيوالی اتلولي کښي الجزاير د سلوانيا، صربستان د گانا او جرمني د اسټرليا سره سیالی کوی..

د آلمان غږ راډويو/ قاسم نوري

کتونکي: عبدالباري حکيم