1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانسې انتخاب: ځوان مکرون که ملتپاله لوپن؟

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۷, یکشنبه

د انتخاباتو په دويم پړاو کې نن ۴۸ ميليونه فرانسويان دې ته بلل شوي دي چې يا امانوېل مکرون يا مارين لوپن ته خپله رايه ورکړي. مکرون مخکې دی، خو هر څه لا ممکن دي.

https://p.dw.com/p/2cXkw
Bildcombo Frankreich Präsidentschaftswahlen Macron Le Pen
انځور: picture-alliance/dpa

د فرانسې «شارلي اېبدو» نومې طنزي ورځپاڼه چې په ۲۰۱۵ کال کې په پاريس کې ورباندې تروريستي بريد شوی وو، د ولسمشريزو انتخاباتو په درشل کې په خپله اصلي صفحه کې دا پوښتنه کوي: «آيا په رښتيا بايد انځور درته رسم کړو؟»

د يادې ورځپاڼې اداره د خپل دود خلاف له کوم پارونکي انځور څخه تېريږي او لوستونکي دې ته هڅوي چې په انتخاباتو کې دې ګډون وکړي څو د ښي اړخې عوام پالې، مارين لوپن، له خوا ولسمشرۍ ته د رسېدو مخه ونيسي.

د ورځپاڼې په حواله بايد هر چا ته څرګنده وي چې په دغه يکشنبه بايد دموکراسي وژغورل شي. د ټولنیز ليبرال کانديد، امانويل مکرون، او افراطي ملتپالې نوماندې، مارين لوپن، تر منځ رقابت نه يوازې د فرانسې له پاره يوه ستره پرېکړه ده، بلکې نور اروپايي هېوادونه هم ورته په ډېرې تلوسې او توجه سره ګوري.

د نظرپوښتنو له مخې مکرون ډېر مخکې دی

د وروستيو نظرپوښتنو له مخې خپلواک کانديد او ۳۹ کلن مکرون په ۶۰ سلنې رايو سره ښايي ډېر زيات مخکښ وي، په داسې حال کې چې لوپن ته د ۴۰ سلنې رايو اټکل شوی دی.

د انتخاباتو د چارو څېړونکي او سياسي کارپوهان البته له احتياط څخه کار اخلي او وايي چې «پايله  تل په انتخاباتو کې د خلکو په اشتراک پورې اړه لري.» دغه خبره ويوين پېتوسو کوي چې په پاريس کې «د فرانسې د نړيوالو اړيکو د انستيتوت» کارکوونکې ده.

که په ټاکنو کې د خلکو ونډه کمه وي، نو داسې ښايي چې لوپن به ورڅخه ګټه پورته کړي، ځکه چې هغه داسې يو ګوند تر شا لري چې منظم تشکيل لري او غړي يې هرومرو له خپلو رايو څخه کار اخلي. مکرون بيا د محافظه پالو، سوسيال دموکراتانو او د کيڼ اړخو رايه ورکوونکو رايو ته اړتيا لري چې د انتخاباتو په اول پړاو کې يې نورو کانديدانو ته رايه ورکړې وه.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (03.11.2016):