د فرانسې اولسمشر افغانستان ته سفر کوي
۱۳۸۶ آذر ۲۸, چهارشنبهاعلان
دا خبر د Le Figaro په نامه فرانسوۍ ورځپاڼي خپورکړی دی. ددې ورځپاڼي د انترنيټ په ننۍ پاڼه کي ليکل سوي، چي د Elysee په ماڼۍ کي د يوه داسي پټ پلان د پاره تياری نيول کيږي، چي اولسمشر نيکولاس سرکوزي د يوه ناببره سفر په ترځ کي په افغانستان کي د فرانسوي عسکرو، چي د نړيوال سوله ساتو ځواکونو په چوکاټ کي استول سوي دي وګوري.
د فرانس پريس آژانس هم دغه خبر تايد کړی دی، او وايي چي ښايي د جمعې او شنبې ورځو د پاره دفرانسې اولسمشر سرکوزي او ددې هيواد د دفاع وزير Herve Marin افغانستان ته سفر وکړي، خو د امنيتي مسايلو له کبله د Elysee ماڼۍ دا خبرندی تايد کړی.
په روان وخت کي څه ناڅه زر تنه فرانسوي عسکرپه افغانستان کي د سوله ساتو ځواکونو په چوکاټ کي خدمت کوي.
د Le Figaro ورځپاڼه ليکي، چي په پاريس کي په دې هکله هم خبري سوي، چي ښايي تر 200 پوري خاص فرانسوي روزل سوي عسکر د افغانستان سويلي سيموته هم واستول سي.