1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانسې د دفاع وزیر افغانستان ته سفر کوي

۱۳۹۱ خرداد ۲۱, یکشنبه

په کاپیسا کې د فرانسوي سرتیرو تر وژل کیدو وروسته د فرانسې د دفاع وزیر افغانستان ته سفر کوي. فرانسې په جولای کې له افغانستان څخه د ځواکونو راایستل اعلان کړي دي.

https://p.dw.com/p/15BWV
انځور: picture-alliance/dpa


د فرانسوا اولاند د فرانسې د ولسمشر په توگه د لوړې کولو وروسته دا لومړۍ پیښه ده چې پکښې څلور تنه فرانسوي سرتیري وژل کیږي. اولاند ویلي دي چې د سرتیرو دغه مړینه به په ملي توگه ولمانځل شي.

د کاپیسا ولایت د پیښې د رامنځ ته کیدو وروسته اولاند په خپلو خبرو کې وویل چې د ځواکونو د راایستلو لړۍ به د روان کال د جولاې په میاشت کې پیل شي. همداشان اولاند د فرانسې د دفاع وزیر څخه وغوښتل چې د یکشنبې په ورځ افغانستان ته سفر وکړي.

د چارواکو په وینا د تیرې ورځي په چاودنه کې د څلورو فرانسوي سرتیرو په وژل کیدو سربیره، نور پنځه تنه فرانسوي سرتیري ټپیان شوي هم دي، چې پکښې د دریو تنو روغتیایي وضعیت د اندیښنې وړ دئ.

اولاند خپله دغه ژمنه یو ځل بیا تکرار کړې ده چې د ۲۰۱۲م کال تر پایه به له افغانستان څخه خپل ځواکونه راوباسي. دا په داسې حال کې چې تر دې وړاندې فرانسې پلان لره چې په ۲۰۱۳م کال کې له افغانستان څخه خپل جنگي سرتیري راوباسي. اولاند زیاته کړې ده چې د دغه ځانمرگي برید له امله به د دوی پلان بدلون ونه مومي.

اولاند په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې دغه پیښه به کوم څه ته بدلون ور نه کړي، د هغه په وینا له افغانستان څخه د پوځونو راایستل به نه گړندي کړای شي او نه به وځنډول شي.

د اولاند په خبره یو شمیر کسانو د پوځونو د راایستلو د لړۍ د گړندي کولو خبره کړې ده، خو دا ممکنه نه ده چې په دې کار کې له تیزې څخه کار واخیستل شي.

خو په افغانستان کې د ناټو ایتلافي ځواکونو ویلي دي چې له وخته مخکې د فرانسوي ځواکونو وتل به کوم تأثیر و نه لري او افغان ځواکونه د امنیت د انتقال بهیر ته چمتو دي. په عینې وخت کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال الین ویلي دي چې په کاپیسا ولایت کې به امنیتي د ځواکونو په شمیر کوم کموالی را نه شي.

خو ځیني داسې اندیښنې هم شته چې ښایي افغان ځواکونه دغه تشه ډکه نه کړای شي. تیره میاشت افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې اولاند ویلي وو چې د روان کال تر پایه به له افغانستان څخه په تدریجي ډول ۲۰۰۰ جنگي سرتیري ووځي، خو هغه دا خبره هم کړې وه چې افغانستان به یوازې پرې نه ږدي.

وسله والو طالبانو رسنیو ته په لیږل شوي پیغام کې د تیرې ورځ د برید پړه پر غاړه اخیستې وه.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم