1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانسې د دفاع وزیر په ناڅاپی سفر کابل ته رسیدلی

۱۳۹۰ دی ۱۰, شنبه

د فرانسې د دفاع وزير، ژیرار لونګې، د شنبې په ورځ «د ۲۰۱۱م کال د دسمبر ۳۱» د افغانستان دوه ورځنی، سفر پېل کړی دی. د نوموړي د سفر موخه په افغانستان کي د فرانسوي سرتیرو څخه کتنه ده.

https://p.dw.com/p/13cD5
لونګې په داسې حال کې افغانستان ته تللی چې په ورستیو کې د هغه دوه سرتیرې په افغانستان کې ووژل شول
لونګې په داسې حال کې افغانستان ته تللی چې په ورستیو کې د هغه دوه سرتیرې په افغانستان کې ووژل شولانځور: dapd

لونګې به په افغانستان کي د افغان ولسمشر، حامد کرزي، او د خپل افغان سيال عبدالرحيم وردګ سره هم وويني. لونگې په داسې حال کې کابل ته رسيږي چي دوه ورځي تر مخه یو افغان چې د ملي اردو يونيفورم یې پر تن وو په کاپيسا ولايت کي دوه فرانسوي عسکر ووژل.

لونگې به په افغانستان کي لومړۍ د خپلو دوو وژل شوو سرتیرو د وير په غونډې کي برخه واخلي. د هغه وروسته به د دغه سرتیرو مړي فرانسې ته ولېږدول سي.

د ۲۰۰۱ مېلادي کال راهيسې په افغانستان کې ۷۸ فرانسوي عسکر وژل شوي دي. په افغانستان کي اوس ۳۶۰۰ فرانسوي سرتیري د ناټو تر مشرې لاندې په پوځي ماموريت بوخت دي. فرانسې څه موده وړاندې له افغانستان څخه خپل ۴۰۰ سرتیري راویستلي وو.

د تیرو لسو کلونو په پرتله ۲۰۱۱م کال په افغانستان کې د فرانسویانو لپاره تر ټولو خونړۍ کال وو. په دغه کال ۲۶ تنه فرانسوي سرتیري په افغانستان کې وژل شوي.

په افغانستان کې په اوسنې وخت کې د ملي اردو تر څنګ کابو ۱۳۰ زره بهرني سرتیري د وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

په پام کې ده چې د ۲۰۱۴م کال تر پایه به له افغانستان څخه ټول بهرني سرتیري راووځي او د ټول هیواد په کچه به امنیتي چاري افغان ځواکونو ته وسپارل شي. خو یو شمیر فرانسويان به د افغان پوځ د روزلو په خاطر په افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکړي.

تیره اونۍ د دوه فرانسوي سرتیرو تر وژل کیدو وروسته فرانسې وویل چې دغه هیواد د افغان پوځ سره مرستو ته ژمن دی.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش